هرات ښار ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : د لويديځ زون په دريو ولايتونو کې د وروستيو نا امنيو له امله شپږ کسان وژل شوي دي.
د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي د غبرګولي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د بالامرغاب ولسوالۍ د دره بوم په سيمه کې د ملي اردو پر يوه موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ملي اردو درې سرېتري ووژل شول او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
طالبانو ددې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى دى.
بلخوا د هرات په ګلران ولسوالۍ کې تېره شپه دسرحدي پوليسو پر يوه موټر چاودنه شوې چې له امله يې يو افسر وژل شوى او بل سرتېري ټپي دى.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې ددې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې دا پېښه د الياس کارېز په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دغه راز د هرات ولايت په انجنيل ولسوالۍ کې هم يو قومي مشر د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوى دى.
وسلوالو طالبانو ددې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.