Language

په جلال اباد کې د يوه  سړک د جوړولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ٢٥  غبرګولى٩٢): په جلال اباد ښار کې د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې او په کامه ولسوالۍ کې يو جامع جومات تر جوړېدو وروسته پرانيستل شو.

د ننګرهار د فوايد عامې  رييس انجنير ګل رسول فقيري د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جلال اباد ښار د  شپږمې ناحيې اړوند د نجم الجهاد فاميلو په سيمه کې د چپرهار او پچير اګام ولسواليو ترمنځ ٧،٧ کيلومتره سړک په پاخه ډول جوړيږي.

هغه زياته کړه، چې پر ياد سړک به شاوخوا ٩٥ ميليونه افغانۍ لګښت راشي، چې د فوايد عامې وزارت له لوري ورکول کېږي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

نوموړى وايي، چې د دغه سړک سور  ٧ متره او پېړوالى يې ٦ سانتي متره نيول شوى دى.

فقيري وويل، چې  د دغه سړک په جوړېدو سره به زرګونو کورنيو ته له دې برخې اسانتيا رامنځته شي.

د چپرهار ولسوال محمدصديق دولتزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسنى جوړېدونکى سړک به د سيمې د خلکو ډېرې ستونزې هوارې کړي.

ده زياته کړه: ((يو خو به د موټرو کرايه راټيټه شي، بل به دا وي چې په کم وخت کې به خلک تګ راتګ کوي.))

د يوه بل خبر له مخې، د کامې ولسوالۍ د اخوند بابا جامع جومات او د مدرسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ياد جامع جومات او مدرسې پرانيسته پرون د جمعې په ورځ د ګڼو ديني علماوو، له کابل څخه راغلو لوړپوړو چارواکو او يو شمېر ننګرهار مېشتو له خوا وشوه.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي فضل الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد جامع جومات او مدرسې ودانۍ په دوه پوړه کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې په يوه وخت په کې ٥٠٠٠ لمونځ کوونکي ځايېداى شي.

دى وايي، چې دغه ودانۍ تشنابونه، د اوداسه لپاره ځانګړي ځايونه او نور اړوند ملحقات لري.

رييس زياتوي، چې پر دې ودانۍ شاوخوا ٥ سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د ننګرهار مستوفيت او يو شمېر نورو پانګوالو ورکړى دى.

د سيمې اوسېدونکى غلام خان ياسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اخوند بابا دغه پخوانى جامع جومات له څه  مودې کار وروسته په بشپړه توګه جوړ شوى او اوس د لمونځ کوونکو لپاره چمتو دى.

ده وويل: ((د فاتحې اخيستلو لپاره ډېر وړ او مناسب چاپېريال هم لري.))

دى وايي، چې په اوړي کې د پکو او برېښنا ټولې اسانتياوې لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.