ښرنه-ګردېز-پل علم (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): امنيتي چارواکو د پکتيکا، لوګر او پکتيا ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې د پنځو پوليسو او ٩ وسله والو طالبانود وژل کېدو خبر ورکړ.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غبرګولي په ۲۵ مه ،پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رينجر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي ، اوه ټپيان او رينجر موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او يو وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا چاودنه د جاني خېلو ولسوالۍ د خزان پل په سيمه کې شوې ، چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ اړوند د کاريز په کلي کې بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز بريد کړی چې په پايله کې درې وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د پکتيا پوهنتون پخوانى محصل هم شامل دى چې اوس له مخالفينو سره يو ځاى شوى و.
دغه راز د دغه ولايت د ګردې څېړۍ په ولسوالۍ هم په ورته پېښه کې هم يو وسله وال وژل شوی دی .
خو تر اوسه وسله والو د يادو بريدونو په اړه څه ندي ويلي.
بلخواافغان او بهرنيو ځواکونو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال رييس خان صادق پژواک اژانس ته وويل، چې دا عمليات نن سهار په سرخاو سيمه کې پيل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوې چې د دوو پاکستانيانو په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
د محمد اغې ولسوال عبدالحميد حميد وايي، چې عمليات په برياليتوب سره روان دي او يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو موخه د سرخاو سيمه له مخالفينو پاکول او د مس عينک پروژې وړاندې د شته ننګونو له منځه وړل دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې يې د څلورو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP