Language

د ننګرهار د علماوو شورا غړى وتښتول شو

جلال اباد ( پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢ ) : ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار د علماوو د شورا غړى او  ديني عالم شيخ الحديث مولوي غلام محمد تښتولى دى.

مولوي غلام محمد تېره ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته د بهسودو ولسوالۍ له کلاى جنګل څخه تشتول شوى دى.

د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي د غبرګولي په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماښام تر لمانځه وروسته درېيو وسله والو هغه له کوره ويستلى او بيا يې تښتولى دى.

ده زياته کړه، چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي، خو تر اوسه د تښتول شوي ديني عالم کوم درک نه دى لګېدلى.

د ننګرهار د علماوو شورا رييس مولوي عبدالعزيز خيرخواه پژواک اژانس ته د مولوي غلام  محمد تښتونه تاييد کړه .

د نوموړي په وينا، مولوي غلام محمد مشهور ديني عالم شيخ القران والحديث و او د هېوادوالو اولادونو ته يې ديني زده کړې ورکولې ، نور يې له چا سره هېڅ اړيکه نه درلوده.

هغه له حکومت څخه وغوښتل ، چې د مولوي غلام محمد د خوشې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي او ګواښ يې وکړ، چې که هغه ژر پيدا نه شي، نو پر لاريونونو به لاس پورې کړي.

د بهسودو ولسوالۍ د کلاى جنګل يو تن اوسېدونکي سيدا جان پژواک اژانس ته وويل ، چې وسله وال په يوه کرولا موټر کې راغلي وو اوسپينې جامې يې پر تن وې.

د نوموړي په وينا، دسيمې اوسېدونکو هڅه کوله، چې ددې تښتونې مخه ونيسي، خو وسله والو پرې د ټوپک خولې ور تاو کړې او بيا وتښتېدل.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د نورو نا امنيو ترڅنګ د تښتونې پېښې زياتې شوې دي.

د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمد نبي عيسى خېل پلار له تېرو څو اوونيو راهيسې تښتول شوى، خو تر اوسه يې درک نه دى لګېدلى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.