جلال اباد (پژواک ٢٧غبرګولى٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ١٢ ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي وسوځول شول.
د جلال اباد د ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا د غبرګولي په ٢٧مه د دغو تاريخ تېرو خوراکي توکو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد توکي يې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د کمپاينونو پر مهال د جلال اباد ښار له هټيو څخه راټول کړي وو.
نوموړي زياته کړه، د دغو کمپاينونو پر مهال يې له بېلابېلو بازارنو شاوخوا ١٢ ټنه خوراکي توکي راټول کړي وو، چې نن يې وسوځول.
دى وايي، چې په يادو خوراکي توکو کې بيسکيټ، غيرې الکولي مشروبات، شيدې او يو شمېر نور توکي شامل وو.
د پلټنې د مدير په وينا، چې د يادو تاريخ تېرو خوراکي توکو ارزښت له يو نيم ميليونه افغانيو څخه زيات و.
د جلال اباد ښار يو اوسېدونکى احمد منير پژواک اژانس ته وويل، چې يو شمېر سوداګر او دوکانداران د خلکو پر ژوند لوبې کوي.
هغه زياته کړه، چې دوى د يو څو افغانيو ګټې لپاره تاريخ تېر او غيرې صحي خوراکي توکي پر خلکو پلوري چې له امله يې خلکو ته بېلابېل ډول ناروغۍ پيدا کېږي.
نوموړي له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چې دغه ډول دوکانداران بايد د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړي.
ياده دې وي، څو مياشتې وړاندې هم د ننګرهار د عامې روغتيارياست له لوري يوه اندازه تاريخ تېر درمل وسوځول شول.