مزارشريف ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې يې ۱۱۵ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم د غبرګولي په ۲۷مه،د شمال او شمال ختيځ زون د سيمه ييزو اقتصاد د ودې په موخه د جوړ شوي دوه ورځني سيمينار په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېر کال په پرتله يې د عوايدو په برخه کې پرمختګ کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ۱۳۹۲ لمريز کال په لومړيو درې مياشتو کې يې ۱۱۵ميليون افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.
د هغه په وينا، د روان کال لپاره يې د ۶۰۰ميليونه افغانيو عوايدو د تر لاسه کېدو وړاندوينه کړې ده .
ښاروال وويل، چې د تېر کال په اوږدو کې يې په مزار ښار کې د ۳۰کيلومتره سړکونو له قير کېدو سربېره د ښار د پراختيا په برخه کې ځينې نورې چارې هم تر سره کړې دي.
د هغه په وينا، په روان کال کې هم د ځينو نورو پراختيايي چارو تر څنګ د ښار د ځينو فرعي سړکونو د قير کولو تابيا لري.
ښاروال د روان کال په لومړيو درې مياشتو کې په مزار ښار کې تر ځمکې لاندې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړېدو يادونه وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې ياد بازار د بلخ سوداګريز شرکت له خوا د ۴۹ميليونه او ۷۰۰زره افغانيو په لګښت يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
نوموړي زياته کړه، چې دوی تر ځمکې لاندې د درېيو نورو بازارنو د جوړېدو پلانونه هم بشپړ کړي، چې په نږدې موده کې به يې چارې پيل شي.