چاريکار(پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢): لاريون کوونکيو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې له دې امله د پروان _ باميانو لار تړلې ، چې وسله والو بيا د دې ولسوالۍ څلور اوسېدونکي وژلي دي .

تېره ورځ هم دغه لاره ځکه يو شمېر لاريون کوونکو ټوله تړلې وه ، چې وسله والو له سيمې څخه د څلورو تښتول شويو کسانو له ډلې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى و.

له نننيو لاريون کوونکو څخه يو تن ، چې ځان يې محمد اسماعيل معرفي کړ، د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې طالبانو تېره شپه بيا د دې ولسوالۍ له مرکز څخه دوه وروڼه له خپل کور څخه بېولي او وژلي دي .

دى وايي، چې له يادو دوو وروڼو څخه يو يې د پوليسو سرتېرى و او بل يې غوښتل ، چې د محلي پوليسو په ليکو کې شامل شي .

هغه وويل ،چې وسله والو طالبانو دغه دوه تنه د دې ولسوالۍ د اولنګ په سيمه کې په ډزو وژلي او په چاقوګانو يې هم وهلي دي .

دى وايي ، طالبانو هغه دوه عام وګړي هم نن سهار په اولنګ کې وژلي ، چې څو ورځې وړاندې يې تښتولي و.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، طالبانو له دې دوو کسانو سره يو د ملي امنيت کارکوونکى او يو د ملي اردو افسر هم تښتولي وو.

دى وايي، چې طالبانو د ملي امنيت کارکوونکى تېره ورځ وژلى ،خو د ملي اردو تن ترې تښتېدلى دى .

اسماعيل چې له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو يې خبرې کولې ، وويل ، چې سلګونو تنو ځکه نن بيا لاريون کړى او د سهار له څلور بجو راهيسې يې لاره تړلې ، چې نور دا ډول حالت نه شي زغملاى.

د ده په وينا، خلک چمتو دي ، چې د دا ډول کړنو د مخنيوي په موخه د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

هغه چې د نورو لاريون کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې ، له دولت څخه په کلکه وغوښتل ، چې د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره اړين اقدامات وکړي.

د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي ، د وسله والو طالبانو له خوا د ملي امنيت د يو کارکوونکي ، دوو وروڼو او يو بل تن وژل تاييدوي.

دى وايي، چې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کوي ، خو په بشپړ ډول په دې ولسوالۍ کې چې غرنۍ درې لري ، د امنيت ټينګښت ستونزمن دى ، ځکه چې په ولسوالۍ کې د امنيتي کسانو شمېر کم دى .

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، په سياه ګرد کې د امنيت د ټينګښت په موخه چاڼيز عمليات پلان شوي ، چې په پلي کېدو سره به يې امنيت ښه او د وسله والو له خوا به د خلکو د وژلو مخه ونيول شي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.