Language

د زابل مېرمنې روغتيايي اسانتياوې غواړي

غزني ښار (پژواک ۳۰ غبرګولی ۹۲) : د زابل ولايت مېرمنې په دې ولايت کې د روغتيايي اسانتياوو او په روغتونونو کې د  ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کوي.

فوزيه،چې د سيوري ولسوالۍ اوسېدونکې اوخپله ناروغه مور يې د کلات روغتون ته ددرملنې لپاره راوستې ده ،پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په سيمه کې نه روغتيايي مرکز شته او نه دارو درمل پيدا کيږي.

نوموړې زياتوي،چې له ناچارۍ يې خپله ناروغه مور تر کلات پورې راورسوله، خو دلته هم هغه اسانتيا نشته ،چې دوى يې تمه لرله.

د نوبهار ولسوالۍ اوسېدونکې راحله بيا وايي،چې تر کلات پورې د ناروغ را رسول په لاره کې د امنيت د نشتوالي له امله ورته ستونزمن تماميږي.

هغه زياتوي،چې که يې پخپله سيمه کې روغتيايي مرکز او ډاکټر واى دې ته به يې اړتيا نلرله،چې د درملنې لپاره د کلات ښار ته راشي.

د زابل د ښځو چارو رييسه صديقه جلالي هم وايي،چې د دې ولايت مېرمنې لازمې روغتيايي اسانتياوې نه لري.

هغې پژواک اژانس ته وويل،د نورو روغتيايي ستونزو تر څنګ د زېږون پر مهال د مېرمنو لپاره د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى تر ټولو ستره ستونزه ده.

د زابل ولايت د عامې روغتيا چارواکي هم دامني،چې د دې ولايت مېرمنې لازمو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.

د زابل د ولايتي روغتون رييس ډاکټر زلمى ريښتين وايي، چې د عامې روغتيا وزارت له لوري دومره بوديجه نه ورکول کيږي،چې په معيار برابر او وړ روغتيايي شرايط برابر کړي.

Related Topics