Language

په بېلابېلو پېښو کې ١٣ وسله وال ووژل شول

جلال اباد( پژواک ٣١ غبرګولى ٩٢) : چارواکي وايي،چې د ننګرهار په اچين او  د ميدان وردګو په سيداباد ولسواليو کې د عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننګرها امنيه قوماندانۍ د رسنيو د دفتر مشر سمونوال حضرت حسين مشرقيوال د غبرګولي په ٣١ مه پژواک ته وويل،چې لس  وسله وال د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.

هغه زياتوي،چې دوه تنه ټپيان شوي هم دى او ښايي د وسله والو د مړو شمېره تر دې هم لوړه شي.

نوموړى وايي، چې عمليات د افغان او نړيوالو ځواکونو له لوري پرون مازيګر  د اچين  او سپين غر ولسواليو په ګډه پوله مامند،عبدالخېلو او شډل سيمو کې پيل ، چې د شپې ناوخته پاى ته ورسېدل.

د مشرقيوال په وينا،په عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دغه راز د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي،چې تېره شپه د نړيوالو ځواکونو هوايي بريد په سيد اباد ولسوالۍ کې درې وسله وال وژلي دي.

هغه زياتوي،ياد هوايي بريد د ولسوالۍ په پتنک سيمه کې تر سره شوى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ننګرهار په اچين کې د امنيتي ځواکونو په موټر د ماين چاودنې له امله د دوو سرتېرو دوژل کېدو او درېيو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده،خو د ميدان وردګو د هوايي بريد په اړه يې څه نه دي ويلي.