لښكرګاه (پژواك ٤ چنګاښ ۹۲): د هلمند پوليسو د يوه كمين په ترڅ كې سلګونه كيلوګرامه وچ ترياك نيولي دي.
د واشير ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ مرستيال لومړى څارن نثاراحمد د چنګاښ په ٤ مه پژواك اژانس ته وويل، د يو کشفي راپور پر اساس يې نن سهار ۳۶۰ كيلوګرامه وچ ترياك نيولي دي.
نوموړى زياتوي، چې د نشه يي توكو لېږدوونكو غوښتل،دغه توکي د واشير د تيلغلا له سيمې په يوه موټر كې وليږدوي، چې پوليسو يې پر وړاندې عمليات ترسره كړل.
د امنيه قوماندان په خبره، په همدي مهال جګړه هم رامنځته شوه، چې په ترڅ كې يې يو قاچاق وړونکى ووژل شو او دوه ميله وسله هم ورڅخه ترلاسه شوې ده.
د ده په وينا، دوه قاچاق وړونکي تېښتېدلي او سراچه موټر يې له نشه يي توکو سره يو ځاى له منځه وړل شوى دى.
هلمند هغه سيمه ده، چې هر کال يې پر زرګونه جريبه ځمکه نشته يي توکي، چرس او کوکنار کرل کېږي او توليدات يې نورې نړۍ ته صادريږي.