Language

د لسو وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

غزني (پژواک ۹ چنګاښ ۹۲) چاوراکي وايي، د نجات د عملياتو په ترڅ کې يې د غزني مرکز اړوند او د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې لس وسله وال وژلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو وياند ډګروال احمدجان مخلص د چنګاښ په ٩مه  پژواک اژانس ته وويل،چې د غزني د مرکز اړوند په قاضي کلا کې يې له نړيوالو ځواکونو سره ګډ عمليات تر سره کړل.

د نوموړي په وينا،چې دغه عمليات نن سهار تر سره شول او په ترڅ کې يې څلور وسله وال ووژل شول او يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل.

دغه راز د تندر قول اردو وياند وايي،چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د پکتيا په احمد خېلو کې شپږ وسله وال ووژل.

د مخلص په وينا،د وژل شويو مړي او وسلې د جګړې پر ډګر پاتې دي.

د نجات عمليات له تېرو درېيو ورځو،په غزني،پکتيا،لوګر او ميدان وردګو ولايتونو کې پيل شوي دي.

تېر ورځ هم په يادو ولايتونو کې د نجات د عملياتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو د مرګ ژوبلې ادعا شوې وه.

وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.