Language

په ترافيکي پېښه کې اته تنه مړه شول

جلال اباد( پژواک ٩ چنګاښ ٩٢) چارواکي وايي، چې د کابل – جلال اباد پر لاره په ماهيپر کې د موټر د چپه کېدو له امله اته تنه مړه او درې ټپيان دي.

د سروبي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل شاغاسي احمدي د چنګاښ په ٩مه پژواک اژانس ته وويل،چې پېښه د يو مرسډيز موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زياتوي، دغه مسافر وړونکى موټر له کابله ننګرهار ته پر لاره و،چې د تخيکي ستونزې له امله ماسپښين شاوخوا درې بجې په ماهيپر کې له سړک څخه ښکته لوېدلى دى.

د پېښې يو تن عيني شاهد داوود پژواک ته وويل چې په دغه موټر کې يوولس تنه سپاره وو او له کابل څخه لغمان ته روان وو.

دده په خبره، په دغه پېښه کې اته تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.