Language

د نوزاد خلک امنيت او پراختيايي کارونه غواړي

لښكرګاه (پژواك ۱۰ چنګاښ ۹۲): د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونكي شکايت کوي، چې د نورو سيمو په پرتله يې د سيمې امنيت او پراختيايي چارو ته کمه پاملرنه کېږي.

د دې ولسوالۍ لسګونه قومي مخور او ديني عالمان د چنګاښ په ۱۰مه د خپلو سيمه ييزو ستونزو د هوارۍ په موخه د هلمند له والي سره د خبرو لپاره لښکرګاه ته راغلي وو.

د انجنير محمد په نوم د نوزاد د سوركاڼو اوسېدونكى وايي، د ولسوالۍ مركزي سيمه څلور كاله مخکې د دولت تر واك لاندې راغلې، خو تر دې مهاله په کې يو ښوونځى، يو روغتيايي مركز او د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ودانۍ او څلور د پوليسو ماموريتونه جوړ شوي دي.

نوموړى وايي، د نوزاد ولسوالۍ کمه برخه د دولت تر واك لاندې ده او نورې سيمې يې د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي، له همدې امله يې خلک هېڅ ډول اسانتياوې نه لري.

دى وايي، د نوزاد اوسېدونكو د امنيت په راوستو کې له دولت سره ډېره مرسته کړې، د مخالفينو له لوري يې څو قومي مشران هم وژل شوي، سره له هغه دولت ورته ډېره لږ پاملرنه کړې ده.

د سيمې يو ديني عالم مولوي عبدالرووف هم له دولته غوښتنه کوي، چې د نوزاد امنيت او پراختيايي چارو ته دې پاملرنه وشي.

د ده په خبره، په نوزاد کې امنيت نشته، خلک يې بې شمېره ټولنيزې او اقتصادي ستونزې لري، چې دولت په تېره موده کې ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

يو بل قومي مشر حاجي غلام محمد اسحاقزى وايي، نوزاد کرنيزه سيمه ده د انارو پرېمانه باغونه لري، خو د تېرو لسو کلونو نا امنيو له امله ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او وېره ده، چې دغه باغونه وچ شي.

د نوزاد ولسوال سيد مراد اغا هم وايي، د ولس او قومي مشرانو له مرستې پرته نه شي کولى چې سيمه ته امنيت راولي او پراختيايي کارونه پيل کړي.

نوموړي د سيمه ييزو پوليسو د رامنځته کېدو، امنيتي ځواكونو د تشكيلاتو د ډېروالي او پراختيايي كارونو د ترسره كولو غوښتنه وكړه.

د نوزاد خلکو ته د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم ډاډ وركړ، چې د سيمې امنيت او پرمختګ لپاره پلان تر لاس لاندې لري، چې له امله به يې په سيمه کې پرمختګ رامنځ ته شي.

والي ومنله، چې د نوزاد په ډېرو سيموكې امنيت نشته، خلكو ته د ژوند اسانتياوې نه دې برابرې شوې خو ژمنه يې وكړه، چې شته امکاناتو ته په پام سره به د سيمې د پراختيا لپاره چټک ګامونه واخلي.

والي زياته کړه، چې د نوزاد د امنيت لپاره ۲٠۰ سيمه ييز پوليس امنيتي دندې پيلوي، چې له دې وروسته به د ملي ځواکونو شمېر هم زيات کړي.

Related Topics