جلال اباد (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): په لغمان ولايت کې د تمريناتو پر مهال د يوې چاودنې له امله د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول .
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د لغمان په ګنبري دښته کې د ملي اردو يو شمېر سرتېري د هاوان پر تمريناتو بوخت وو.
د هغه په وينا، د دغو تمريناتو پر مهال پر دوى چاودنه شوې ، چې له امله يې يو سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
هاتفي زياته کړه، چې ټپيان د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک ته وويل، چې دوى ته د ملي اردو ١٤ سرتېري په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
نوموړى زياتوي، چې په ټپيانو کې د يو شمېر روغتيايي حالت نازک دى.
د هغه په وينا، د دوو وژل شوو سرتېرو جسدونه هم ورته راوړل شوي دي.