جلال اباد (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار او زابل ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګورګورۍ په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د سرحدي پوليسو پر ګزمې بريد شوى و.
هغه زياته کړه، چې تر دې بريده وروسته د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې درې وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپيان شوي دي.
حسين خېل وويل، چې په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى دى، خو د عامو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په نښته کې د سرحدي پوليسو پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې د وژل شوو او ټپيانو کره شمېره و نه ښوده خو زياتوي ،چې مقابل لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي شين ګل انتظار پژواک ته وويل، چې نښتې د غرمې تر ١٢ بجو دوام درلود چې په ترڅ کې يې دوه تنه عام وګړي هم وژل شوي دي.
دى وايي: ((کېداى شي نور زيان هم اوښتى وي، خو موږ له کورونو نه شو وتلى.))
د نوموړي په وينا، په نښته کې يو دوکاندار هم ټپي شوى، چې د سيمې اوسېدونکو له لوري ورسره لومړنۍ مرستې شوي او د هسکې مېنې کلينيک ته يې انتقال کړى دى.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته نښته تاييد او زياته يې کړه چې مخکې له نښتې يې د سرحدي پوليسو يو ټانک په ماين الوځولى ، چې د کنډک د قوماندان په ګډون په کې شپږ تنه سرتيري وژل شوي دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار وخته د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه تنه يې په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP