لښکرګاه ( پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢ ) په سويل کې د ملي اردو يو افسر د يوه عام وګړي د وژلو په جرم په ١٦ کلونو بند محکوم شو.
په هلمند کې د ٢١٥ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر لخوا د چنګاښ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، دغه افسر بريدمل محمد اغا د عبدالطلب زوی نومېږي او د ٢١٥ميوند قول اردو د خلورمې لوا دشپږم کنډک د لويو لارو په ساتنه کې دنده ترسره کوله.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د ١٣٩١ لمريز کال د لړم د مياشتې په ٨مه نېټه، د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې پر يوه ملکي موټر ډزې کړې وې چې په پايله کې يې يو تن ملکي وګړى ټپي شوى و، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوموړي بريدمل دوسيه د ٢١٥ ميوند قول اردو دحقوقي مشاوريت تر هر اړخيزې پلټنې وروسته پوځي محکمې ته واستول شوه.
سرچينه وايي چې د محکمې په پايله کې بريدمل محمداغا چې دپوځي يونيفورم اوپوځي وسلې څخه ناوړه ګټه اخېستې وه ، د عسکري جزا د ٣٩٦ مادې اوقوانينوپه اساس ددوهمې فقرې له مخې په ١٦ کلونو تنفيذي بند محکوم شو.
ديادونې وړ ده چې تر دې مخکې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم پوځي محکمو د ملي اردو سرتېري او پوليس په بند محکوم کړي دي.