Language

په جلال اباد کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې

جلال اباد (پژواک٢٠چنګاښ٩٢): د روژې مبارکې مياشتې په راتګ سره په جلال اباد ښار کې د تېر په څېر يو ځل بيا د توکو په بيو کې لوړوالى راغلى.

د جلال اباد ښاريان شکايت کوي، د دې پر ځاى چې په دې مياشت کې د توکو بيې ټيټي شي، لوړې ځي او پر ښاروالۍ غږ کوي چې د توکو د بيو د کنټرول لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي ميرويس رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کال د روژې مياشتې په راتګ سره د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې د توکو بيې لوړيږي.

دى وايي، دا مهال په جلال اباد ښار کې هم د توکو په بيو کې زياتوالى راغلى دى.

رحماني زياته کړه: ((ليمو ډېر عادي شى دي، خو په قيمت کې يې ٢٠ افغانۍ زياتوالى راغلى دى.))

نوموړى وايي، له روژې يوه ورځ مخکې په ښار کې د يوې کوندې يخ بيه ٩٠ افغانۍ وه، خو اوس ١٣٠ افغانيو ته پورته شوې ده.

هغه پر ښاروالۍ نيوکه کوي، چې د نرخونو په کنټرول کې پاتې راغلې او بايد دغه چارې ته جدي پاملرنه وکړي.

په جلال اباد ښار کې د خرما يو پلورونکى سلطان عزيز هم وايي، چې د پخوا په پرتله د يو شمېر توکو په بيو کې لوړوالى راغلى دى.

دى وايي، چې پخوا يې يوه کيلو خرما په ٧٠ افغانۍ خرڅوله، خو اوس يې په ١٣٠ افغانۍ پلوري.

ده زياته کړه: ((موږ ته په خپله خرما ګرانه راځي نو موږ اړ يو چې ګرانه يې خرڅه کړو.))

دى وايي، يو شمېر لوى سوداګر له روژې وړاندې ګڼ شمېر توکي اخلي او له ځانه سره يې په ذخيرو کې ساتي او بيا يې په روژه کې په لوړه بيه پلوري.

په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي محمد نذير پژواک ته وويل، يوه مياشت وړاندې يې د غوړيو پنځه لېتره بوشکه په نهه سوه کلدارې  خرڅوله، خو اوس دوى ته په خپله په ٩٥٠ کلدارې راځي نو دوى اړ دي چې په ١٠٠٠ کلدارې يې وپلوري.

ده زياته کړه: ((همدارنګه د اوړو په بيه کې هم ١٥٠ افغانۍ تغيير راغلى دى.))

د محمد نذير په خبره، د بورې په اوه منۍ بوجۍ کې هم ٢٠٠ افغانۍ لوړوالى راغلى دى.

د ښار يو بل اوسېدونکى بلال کريم پژواک ته وويل، چې په ټول افغانستان کې د روژې په رارسېدو سره نرخونه لوړيږي، خو  دولت يواځې له پلورونکو او سوداګرو هيله کوي او قانوني کړنې نه ترسره کوي.

ده وويل: ((که چېرې پر يوه کس قانون پلى شي او دوکان يې مهرلاک شي، بل بيا دا جرئت نه شي کولى.))

د ننګرهار د اصنافو د اتحاديي پخوانى رييس حاجي شکرالله پژواک ته وويل، چې په روژه کې د روح افزا شربت، شيدو او ملايي قيمتونه لوړ شوي دي.

دى وايي، چې په ننګرهار کې د روح افزا، شيدو او ملايي يواځې يوه نماينده ګي ده او هغوى چې څه غواړي په هماغه قيمت يې پر نورو دوکاندارانو پلوري.

ده وويل: ((د ازاد بازار هسې خبره ده، دلته د نماينده ګۍ والا خوښه ده، نن يې يو قيمت وي او سبا بل.))

نوموړى پر ښاروالۍ نيوکه کوي چې د بې پروايۍ له امله يې د ازاد بازار سيستم د له منځه تلو په حال کې دى او د يو شمېر توکو ځانګړې نماينده ګي يې رسمي منلي دي چې د قيمتونو لوړوالى او ټيټوالى په هغوى پورې اړه لري.

د عادل په نوم يو غريبکار وايي، له يوې خوا يې مزدوري نشته او له بل پلوه نرخونه دومره لوړ دي چې د توکو اخيستو توان نه لري.

د ده په خبره، په ننګرهار کې له هر څه يخ ډېر قيمته شوى او اړوند ادارې يې غم نه خوري.

نوموړى وايي: ((زه چې د پنځوسو روپو يخ وانه خلم زموږ اوبه نه يخوي او له ماسره لس روپۍ هم نشته.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ضابط اميرمحمد هم په ننګرهار کې د روژې په را رسېدو سره د نرخونو د لوړوالي خبره کوي او زياتوي، چې د هر توکي په بيه کې له ٣٠% څخه زيات لوړوالى راغلى دى.

نوموړي پژواک ته دا ومنله چې اړوند ادارې د نرخونو په کنټرول کې پاتې راغلې دي.

ده زياته کړه: ((دوى ورسره جوړ دي او که چېرې ورسره جوړ نه وي نو نرخونه نه لوړيږي.))

په ننګرهار کې د سوداګرو اتحاديې يوه غړي چې د نوم له ښودوو يې ډده کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډېرى سوداګرو خوراکي توکي له بهره را وارد کړي او بيا يې دلته په  زېرمتون کې ذخيره کړي.

دى وايي، يو شمېر سوداګرو يې نماينده ګۍ اخيستې، چې له دوى پرته بل څوک د هغه توکي د راواردولو صلاحيت نه لري.

ده زياته کړه: ((بس دوى دلته شيان ذخيره کړي وي او په روژه کې چې د دوى څومره خوښه وي قيمت يې ټاکي.))

نوموړى وايي، چې له يو شمېر سوداګرو سره ځيني چارواکي هم شريک دي تر څو د نرخونو په برخه کې ورسره کوم قانوني عمل ونه کړي.

پژواک هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د جلال اباد ښاروالۍ د پلټنې د مسئول نظر واخلي خو له پرله پسې اړيکو نيولو سره، سره نوموړي د نظر له ورکولو ډډه وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.