هرات، اسعداباد (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، په هرات کې د طالبانو په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او کونړ کې پر دانګام ولسوالۍ د پاکستانيو پوځيانو په بريد کې دوه مېرمنې ټپيانې شوې دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي، نن خبريالانو ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې د هرات د غوريانو ولسوالۍ ختيځ لس کيلومترۍ کې د پوليسو د ګزمې يو موټر د طالبانو له کمين سره مخ شو.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه پوليس افسران ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د پېښې په تاييد سره پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د غوريانو ولسوالۍ د نشه يي توکو پر ضد ادارې امر څارمن عبدالظاهر او د ولسوالۍ د قوماندانۍ اداري امر غلام محبوب شامل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان د سيمې روغتون ته لېږدول شوي او ډاکټرانو يې د روغتيا ډاډ ورکړى دى.
ده زياته کړه، ښايي وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي، خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
غوريان د هرات ښار لوېديځ ۱۲۵ کيلومترۍ کې له ايران سره په سرحد کې پرته ولسوالۍ ده.
د يو بل خبر له مخې، د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستانيو پوځيانو په تازه بريدونو کې دوه مېرمنې ټپيانې شوې دي.
د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستانيو پوځيانو له خوا د پولې له هغې غاړې ١٨ د لرې واټن توغندي راتوغول شوي دي.
ده زياته کړه، دغه توغندي د کونړ د دانګام ولسوالۍ د زاړه برول په سيمه کې لګېدلي، چې دوه مېرمنې يې ټپيانې کړې دي.
نوموړي د ټپي شويو مېرمنو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
مرستيال والي وايي، د پاکستاني پوځيانو د دغو تازه بريدونو د سرحدي سيمو او په ځانګړي ډول د دانګام خلک په ويره کې اچولي دي.
د هغه په وينا، د روژې په دې مبارکه مياشت کې که حالات همداسې دوام وکړي، نو خلک به کډه کولو ته اړ شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن