Language

د ننګرهار بټي کوټ کې ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ په پرونيو عملياتو کې د يو شمېر ملکي وګړو په ګډون ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون سهار نهه بجې د بټي کوټ د باريکاب په شينواري کلا سيمه کې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر موټرو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه هم د پوليسو مرستې ته ورسېدل او په ګډو ځوابي عملياتو کې لس وسله وال ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې پرون د بټي کوټ ولسوالۍ تر ميشواڼو سيمې پورې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري عمليات ترسره شول.

نوموړى وايي: ((له وسله والو څخه اوه جسدونه په سيمه کې پاتې شوي او يو کس ژوندى هم نيول شوى دى.))

د هاتفي په خبره، چې په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړى وايي، چې په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو لپاره دا تر ټولو لويه ضربه وه چې افغان امنيتي ځواکونو ورکړه.

بلخوا د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د باريکاب کلي يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې پرون د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو په نښته کې د يوې مېرمنې په ګډون درې عام وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې نښته پرون هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو د تورخم-جلال اباد پر لويه لار ه کانټينر موټر د باريکاب په سيمه کې ودراوه.

د دوی په خبره، افغان ځواکونه د دغه موټر راخوشې کولو لپاره عمليات پيل کړل، چې له امله يې نښته رامنځته او په پايله کې ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

ځايي اوسېدونکي اصف پژواک ته وويل، چې د ملي اردو ځواکونو ملکي وګړي وژلي دي، د نوموړي په خبره چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه د نښتې پر مهال هېڅ له احتياطه کار نه اخلي او په پرونۍ نښته کې يې هم ملکي وګړي وژلي دي.

ده زياته کړه: ((يوه مېرمن چې دروازه يې بندوله په ډزو يې وژلې او دوه تنه يې په پټي کې وژلي دي.))

قومي مشر رحمت الله وايي، چې د افغان ځواکونو دا لومړی ځل نه دی چې ملکي وګړو ته يې په نښتو کې مرګ ژوبله اړوي.

نوموړى وايي، چې په بټي کوټ کې وسله وال مخالفين د ملي اردو پر موټرو يو ډز وکړي مګر د ملي اردو ځواکونه بيا د ګوليو باران کوي.

ده زياته کړه: ((ملي اردو ړندې مرمۍ وروي.))

د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي پژواک ته وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو هېڅکله هم قصداً ملکي وګړي نه دي ويشتي.

دى وايي: ((په جنګ کې مړي کېږي، هېڅ مالومات نه کېږي چې دا د چا په ډزو کې وژل شوي دي.))

نوموړى هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې امنيتي ځواکونو دې په لوى لاس ملکي وګړي ويشتي وي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي بيا هغه ادعا په کله ردوي چې ګواکې د ملي اردو سرتېرو دې عام وګړي وژلي وي.

دى دغه ادعاوې په سيمه کې د وسله وال مخالفينو تبليغ ګڼي او زياتوي، ډېرى وخت وسله وال د عامو خلکو له کورونو د کمين په توګه کار اخلي.

ده زياته کړه: ((زموږ ځواکونه ټول مسلکي او تکتيکي جنګ کوي، مګر د مخالفينو په ډزو عام وګړي زيانمن کېږي.))

د قول اردو وياند وايي، چې يو شمېر وسله وال له جوماتونو هم د مورچې په توګه کار اخلي چې د ملي اردو ګڼ تلفات له همدې وجې وي.

دى وايي: ((موږ پر جومات ډز نه کوو او هغوى له جوماته پر موږ ډزې کوي ځکه موږ ته تلفات اوړي.))

شاوخوا يو نيم کال کېږي چې د بټي کوټ ولسوالۍ د ننګرهار يوه له هغو ناامنو ولسواليو شمېرل کېږي چې هره ورځ د نښتو شاهده وي.

د دې سيمې اوسېدونکي له دولت څخه غوښتنه کوي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دې ناامنۍ ته د پاى ټکى کېږدي او که چېرې جګړه پاى ته ونه رسېږي نو په دې سيمه کې به يو داسې بحران رامنځ ته شي چې کنټرول به يې بيا د دولت له واکه هم وتلی وي.

Related Topics