کابل (پژواک ، ٣١چنګاښ ٩٢) : ملي شورا ، چې سبا يې د اوړي رخصتي پيلېږي، په تېرو څلور نيمو مياشتو کې ١١ قانونونه او تقنيني او نړيوال سندونه تاييد کړي دي.
د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان، چې نن يې د جرګې مشري کوله وويل ، چې مشرانو جرګه د زمري په لومړۍ نېټه خپله يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي پيلوي.
ملي شورا يوه نيمه مياشت په ژمي او يوه نيمه مياشت په دوبي کې رخصت لري.
د اساسي قانون د ١٠٧مې مادې له مخې، ملي شورا هر کال دوه عادي غونډې جوړوي او د جرګې د دواړو ناستو کاري موده په هر کال کې ٩ مياشتې ده، خو د اړتيا پر مهال جرګه کولاى شي، چې دغه موده اوږده کړي.
د يادې مادې پر اساس ، د شورا فوق العاده غونډې د رخصتيو په ورځو کې د ولسمشر په ځانګړي امر جوړېداى شي.
د مشرانو جرګې غړي سيد فرخ شاه جناب ، پژواک ته وويل، چې مشرانو جرګې په تېرو څلورنيمو مياشتو کې ٨ قانونونه او تقنيني سندونه او ٣ نړيوال سندونه او معاهدې تاييد کړي او ٤٨ اعلاميې او پرېکړه ليکونه يې صادر کړي دي.
د ټاکنو او ټاکنيزو کمېسيونونو د دندو، واکونو او جوړښت قانون، ترټولو مهم قانون وو ، چې دې دوره کې تصويب شوى دى .
د ټاکنو قانون شپږ ورځې مخکې په ١٦فصلونو او ٨٠ مادو کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دګډ پلاوي له خوا تصويب او د توشيح لپاره ولسمشر ته وليږدول شو، چې ولسمشر بيا ياد شوى قانون څو ورځې وړاندې توشيح کړ.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي نن ددې جرګې په عمومي غونډه کې له سبا ورځې څخه د جرګې د رخصتۍ يادونه وکړه.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان پژواک ته وويل، چې دې جرګې په تېرو څلورنيمومياشتو کې ١١ قانونونه تصويب کړي او درې کنوانسيونونه او نړيوال سندونه يې تاييد کړي دي.
ده زياته کړه، چې ١٨ مختلفې مصوبې ، ١٦ فيصله نامې او ٣ اعلاميې لري.
دده په وينا، په دې موده کې ولسي جرګې ٦٠ عمومي، دوه فوق العاده، ٥ استيضاحيه، ٧ استجوابيه او دوه استماعيه غونډې کړې دي.
عرفان وويل، چې همداراز ددې جرګې ١٧ کمېسيونونو په دې کاري موده کې ٥٨٢ ناستې کړې دي.