کابل (پژواک،د زمرى لومړى نېټه ٩٢): نړيوال بانک په افغانستان کې د تقاعد سيستم د پرمختګ او ټولنيز خونديتوب په موخه له افغان حکومت سره ١٢،٥ ميليون امريکايي ډالره مرسته کوي.
ددې مرستې تړون نن د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او په افغانستان کې د نړيوال بانک د مشر رابرټ سام ترمنځ په کابل کې لاسليک شو.
د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې امنې افضلي د تړون د لاسليکېدو پرمهال خبري ناستې ته وويل ، چې د نړيوال بانک دا مرستې ددوى په واک کې ورکول کېږي.
افضلي وايي، چې ټاکل شوې له دې مرستې په ګټې اخيستو سره د تقاعد سيستم د پرمختيا او عصري کولو پروژه د ٢٠١٦ ميلادي کال په جون مياشت کې بشپړه شي.
هغه وايي ، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د تقاعد د ورکړې په سيستم کې خورا اسانتياوې رامنځته شي.
افضلي وايي : “دا د افغانستان خلکو، په ځانکړې توګه بې وزلو خلکو ته يو ښه زېرى دى.”
د هغې په خبره ، ددې سيستم د نوي کولو چارې د نړيوال بانک په ٧،٥ ميليون ډالره مرسته په ٢٠٠٩ کال کې پيل شوې ، چې د ښه پرمختګ له امله دې بانک يو ځل بيا مرستې کولو ته زړه ښه کړ.
هغې وويل ، چې په مخکنۍ مرستې سره د تقاعد رياست ودانۍ بيارغول شوې، سيستم يې کمپيوټري شوى، کاري مقررې جوړې شوي او همداراز د څلورو ولايتونو ١٢ ولسواليو کې له فقيرو خلکو سره د ټولنيز خونديتوب په نوم نقدي مرسته هم شوې ده.
افضلي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د نړيوال بانک نوې مرستې به په سمه توګه ولګوي.
د هغې په خبره، په دې مرستې سره سيسټم په مکمل ډول کمپيوټري کېږي او متقاعدينو ته بانکي کارتونه ورکول کېږي، تر څو په اسانۍ او لږ وخت کې خپلې پيسې ترلاسه کړي.
افضلي زياته کړه:”اړتيا به نه وي چې يو متقاعد شعبه په شعبه وګرځي، بلکې سيسټمونه له مختلفو ادارو سره وصلېږي، کله چې په يوه اداره کې کال بشپړېږي او يو شمېر کارکوونکي يې تقاعد کوي، نومونه او اسناد يې د انټرنټ له لارې د تقاعد رياست ته راځي.”
هغه وايي د نړيوال بانک له مرستې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارکوونکو د اداري وړتياوو د لوړاوي لپاره هم کار واخستل شي او د ټولنيز خونديتوب په نامه به په ځېنو ولايتونو کې له بې وزلو کورنيو سره نقدي مرسته هم وشي.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل ، چې که له يوې خوا د تقاعد سيسټم عصري کېدل متقاعدو کسانو ته اسانتياوې رامنځته کوي، له بله پلوه دا کار د اداري فساد په مخنيوي کې هم اغېزمن دى.
زاخېوال وويل ، پخوا تردې به چې يوه کس وروسته له ډېرو منډو ترړو خپل تقاعد ترلاسه کاوه، نو د دې څانګې مامورينو به د قلمانې په نوم يو اندازه پيسې په ناقانونه ډول ځان ته ګرځولې.
په افغانستان کې د نړيوال بانک مشر رابرټ سام وويل ، چې دوى به د افغانستان له حکومت سره د سيستمونو په عصري کولو او د ټولنيز مصوونيت په رامنځته کولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د سام په وينا، په افغانستان کې فقر او زيانمنتيا په لويه کچه موجوده ده او ددې هېواد ٣٦ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ده وويل ، چې ښځې د افغانستان د ټولنې زيانمنېدونکى قشر دى او لا هم د ټولنيز مصوونيت سيستم منسجم نه دى.