اسعداباد ( پژواک، ٤ زمرى ٩٢) : چارواکي وايي، لسګونو وسله والو طالبانو پر دانګام ولسوالۍ بريدکړى، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او يوشمېر نور سرتېري ټپيان دی.
دکونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک خبري آژانس ته وويل ، چې دا بريد سهار وختي څلور بجې د لسګونو کورنيو او بهرنيو وسله والو له خوا وشو، چې په ترڅ کې يې دوه ملي پوليس وژل شوي، پنځه سرحدي پوليس او څلور د ملي اردو سرتېري ټپيان دي .
هغه وايي، چې وسله والو بريد کوونکو غوښتل ، چې ولسوالۍ ونيسي، خو دافغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي .
د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
والى زياته کړه: (درې وسله وال طالبان وژل شوي ، چې جسدونه يې له وسلو سره دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي او ولسوالۍ ته يې را انتقال کړي دي .))
والي وويل ، چې جګړه د سهار په اتوبجو پاى ته رسېدلې او ولسوالي دافغان ځواکونو په واک کې ده .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوه کوي، چې دغه جګړه کې يې شلو دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې، درې پوستې يې ويجاړې کړي او پنځو موټرو ته يې انفجار ورکړى دى، خو دولتي چارواکي دا ادعا نه مني .