جلال اباد (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د ننګرهار ولايت د مدني ټولنو يو شمېر غړو او لسګونو ځوانانو د ولسي جرګې د هغې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ، چې د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ يې سلب صلاحيت کړ.
پتنګ تېره اونۍ د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحيت شو، خو ولسمشر حامد کرزي سمدستي د سرپرست په توګه وګوماره.
په جلال اباد ښار کې لسګونو ځوانانو او د مدني ټولنې غړو د ولسي جرګې د يادې پرېکړې پر ضد لاريون وکړ او د هغوى پر ضد يې شعارونه ورکول.
دغو ځوانانو ويل، چې د ولسي جرګې وکيلانو ډېرې غونډې د خپلو شخصي ګټو لپاره کړې او د ولس په غم کې نه دي.
د لاريون ګډونوالو د ولسي جرګې د وکيل انور سادات له سپکاوي ډکې څرګندونې او د ولسي جرګې له خوا د کورنيو چارو وزير د سلب صلاحيت کولو پرېکړه وغندله.
د سميع الله په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې وکيلان بايد نور سوداګري پرېږدي، د ولس او هېواد لپاره کار وکړي.
هغه زياته کړه: ((دغه وکيلان د ولس د رايو پر بنسټ دې مقام ته رسېدلي دي، اوس بايد د شخصي ګټو پر ځاى د ولس ګټې په پام کې ونيسي.))
د لاريون په پاى کې يوه پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې د ملي شورا له دواړو جرګو غوښتل شوي چې د سمتي، قومي، سياسي او ګوندي ګټو پر ځای د ملي ګټو ته په کتو خپلې پرېکړې ترسره کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي: “له کله راهيسې چې ولسي جرګې د کورنيو چارو له وزير څخه د اعتماد رايه اخيستې، هېوادوالو پرې جدي غبرګون ښکاره کړی او ډېری هېوادوال په دې نظر دي، چې له وزير څخه يې د اعتماد رايه ځکه واخيسته، چې له دې وړاندې يې پر ځينو وکيلانو تورونه پورې کړي وو.))
د يادونې ده، تر دې مخکې په لوګر ولايت کې هم د کورنيو چارو د وزير په ملاتړ لاريون شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP