Language

٤١ وسله والو طالبانو او دولتي سرتېروته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني-ښرنه (پژواک ٦ زمرى ٩٢): امنيتي ځواکونو په غزني، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې د ٢١ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

تېره ورځ په سوېل ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو له خوا د لوګر ولايت په خوشي ولسوالۍ کې د سيمرغ تر نامه لاندې عمليات ترسره شوي دي.

د دغه قول اردو وياند ډګروال احمدجان د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ۱۵ تنه وژل شوي او درې نورټپيان شوي دي.

نوموړى وايي، چې دغه عمليات د خوشي ولسوالۍ د دوبندي په سيمو کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې سيمه ييزو پوليسو او د عامه نظم پوليسو هم برخه اخيستې ده.

ډګروال احمد وايي، چې دا عمليات هم مهاله د پکتيا په ايوب ځاځيو ولسوالۍ کې هم پيل شوي، چې په ترڅ کې يې ٩ وسله وال مخالفين ، چې د ښځو جامې يې پر تن وې، نيول شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د نښتې په ترڅ کې د يوه پاکستاني په ګډون درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ليونۍ بازار په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه زياته کړه، چې په يونيم ساعته نښته کې د يوه پاکستاني په ګډون درې وسله وال وژل شوي او جسدونه يې هم په سيمه کې پاتې دي او پنځه نور ټپيان دي.

ولسوال وويل، چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د غزني په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

بلخوا په پکتيکا ولايت کې هم چارواکو د يوې نښتې په ترڅ کې اوو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خا ن ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د ښرنې د خواجه خېلو په سيمه کې سيمه ييزو دوه وسله وال طالبان وژلي دي.

هغه وويل، چې تېره ورځ په زېړوک ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې يو طالب وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت ويلي، چې د ماين د يوې چاودنې له امله د غزني په اندړو او په هلمند کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.