Language

د تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه

جلال اباد (پژواک ٧ زمرى٩٢): د تورخم دروازه، چې نن سهار د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا د مسافرو پر مخ تړل شوې وه، وروسته له غرمې يې بېرته پرانيستې ده.

 

په تورخم کې افغان کميسار حيات الله اوريا د زمري په ٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تورخم دروازه نن ماسپښين يوه نيمه بجه بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

 

نوموړى وايي، چې ياده دروازه د سهار له پنځو بجو تر يوې نيمې پورې د پاکستان پوله ساتو د مسافرو پر مخ تړلې وه.

 

دى زياتوي: ((له پاکستاني لوري سره مو خبرې وکړې او دروازه مو خلاصه کړه.))

 

د اوريا په وينا، چې سلګونه ناروغان، ښځې او ماشومان د پولې دواړو غاړو ته تر يوې نيمې بجې انتظار پاتې وو او وروسته له ډېرو ستونزو ګاللو يې دروازه پر مخ خلاصه شوه.

 

د تورخم کميسار وايي، چې پاکستاني ځواکونو د دروازې د بندېدو لامل دوى ته نه دى روښانه کړى خو تېره شپه يوه بجه په ميچنۍ کې د وسله والو او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه، ښايي د بندېدو لامل يې هم همدا وي.

 

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې د پاکستان ملېشه ځواکونو دروازه ځکه تړلې وه، چې تېره شپه په ميچنۍ کې جګړه شوې وه او پاکستاني ځواکونو غوښتل چې پلټنې وکړي.

 

ياده دې وي، تېر ژمى هم په تورخم کې د دروازې د تړل کېدلو له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.