Language

 جلال اباد(پژواک، ٨ زمرى٩٢): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بيارغونې د دوو پروژو چارې پيل شوې او په لغمان کې يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

 د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د باګراميو –سبزابادسړک  او د يوه استنادي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 په يادو مراسمو کې د ننګرهار د يوشمير چارواکو سربيره د افغانستان دکليو پراختيا وزير او د ولسي جرګې منشي برخه اخيستې وه.

 د کليو پراختيا وزير ويس برمک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د باګراميو-سبزاباد سيمه کې  دوه نيم کيلو متره سړک د ٤٠٠ زره امريکايي ډالر په لګښت د وزارت له بوديجې جوړېږي.

 نوموړي زياته کړه ، چې د دغې پروژې چارې به د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

 برمک زياتوي ، چې ياد سړک به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي ، چې پر جوړيدو به يې د باګراميو او سبزاباد د اوسېدونکو هغه ستونزې،  چې پخوا يې د سړک په برخه کې لرلې له منځه لاړې شي.

 همداراز د باګراميو،افغان مېنې او سبز اباد په سيمه کې د ١،٣ کيلومتره استنادي ديوال د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.

 وزير ويس برمک وايي، چې د دغې پروژې ټول لګښت هم د کليو پراختيا وزارت ورکوي او شاوخوا ٢٦٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.

 نوموړى وايي، چې دغه استنادي دېوال به هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، د باګراميو،افغان مېنې او شاوخوا سيمو اوسيدونکي به د زياتو اوبو له زيان څخه خوندي شي.

د ولسي جرګې منشي انجينر سيد اکرام پژواک ته د ياد سړک او استنادي دېوال د جوړېدو پر کار خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په ننګرهار کې ګڼ نور سړکونه او استنادي دېوالونو جوړېدو ته اړتيا ده.

 دى وايي: (( هڅه کوو، چې نورې پروژې هم ننګرهار ته راوړو او دا سيمه نوره هم اباده کړو.))

 نوموړي د کليو پراختيا له وزيره وغوښتل ، چې په راتلونکي کې دې د ننګرهار لپاره يو شمير د بيارغونې سترې پروژې په پام کې ونيسي، تر څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

 ده زياته کړه:((دا هم سترې پروژې دي، دلته د استنادي دېوال او سړک اړتيا وه، دا دى دا ستونزه هم مخ په هوارېدو ده.))

 د باګراميو اوسېدونکي مولوي تحسين الله پژواک ته وويل، چې د دوى په سيمه کې د استنادي ديوال او سړک اړتيا له بل هر شي څخه زياته وه او دا دى نن يې کار پيل شو.

 نوموړي پر جوړوونکي شرکت غږ وکړ ، چې د سړک او استنادي دېوال په کيفيت کې دې تر اخري بريده هڅه وکړي، تر څو يو باکيفيته سړک ولري.

 د يوه بل خبر له مخې، د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانيه دارالحفاظ د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.

 د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د درالحفاظ نوې ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري په راتلونکو شپږو مياشتو کې جوړېږي، چې څه باندې ۶،۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

  سرچينه زياتوي، چې نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، لس غرفې تشنابونه او نورې لازمې ښوونيزې اسانتياوې ولري.

 دغه راز د لغمان د الينګار ولسوالۍ د هلکانو د لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

 د پوهنې وزارت وايي ، چې دا نوې ودانۍ د څه باندې ۱۰۵ زره امريکايي ډالرو  په لګښت د پوهنې وزارت دپرمختايي بوديجې څخه ديو کال په موده کې جوړه شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.