جلال اباد(پژواک،٩زمرى٩٢): په ختيځ کې د ټاکنو کميسيون د ولايتي دفتر چارواکي وايي، د امنيتي ستونزو له امله د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه، نه دي پرانېستل شوي.
په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس ډاکټر محمد داوود شريف د زمري په ٩مه ، پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې وويل، چې د نوم ليکنې د بهير دويم پړاو د زمري د مياشتې په پنځمه د ننګرهار په ١٨ ولسواليو کې پيل شوى .
خو هغه زياته کړه،په څلورو نورو ولسواليو کې ، چې امنيتي ستونزې موجودې دي، دغه پروسه په کې لا نه ده پيل شوې.
نوموړى وايي : (( د حصارک،شېرزاد،پچير اګام او چپرهار په ولسواليو کې تر اوسه مرکزونه ، نه دي فعال شوي.))
ډاکټر داوود زياتوي،چې له يادو څلورو ولسواليو څخه يې يواځې د پچير اګام ولسوالۍ ته مواد نه دي رسيدلي ، چې ډېر ژر به يادې ولسوالۍ ته مواد ورسيږي.
نوموړى وايي ، امنيتي ادارو ډاډ ورکړى ،چې په يادو څلورو واړو ولسواليو کې به په نږدې وخت کې د نوم ليکنې مرکزونه فعال شي او پرته له کومې امنيتي ستونزې به فعاليت پيل کړي.
هغه وايي: (( د حصارک په ولسوالۍ کې عمليات روان دي، هلته يو څه ستونزه شته او دا به هم له منځه لاړه شي.))
د ننګرهار د ټاکنو د کمېسيون مشر زياتوي،چې د ټاکنو د نوم ليکنې د بهير پر وړاندې نور کوم جدي خنډونه نشته او يواځې د څلورو ولسواليو امنيتي ستونزې دي، چې دا به هم ډېر ژر له منځه لاړې شي.
بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى په هېڅ ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې نه لري او که د ټاکنو کمېسيون دوى ته په هر وخت کې د موادو د انتقال ووايي انتقالولى يې شي.
ده زياته کړه: (( دا نن موږ د پچير اګام د موادو په انتقال کار کوو، هېڅ ستونزه نشته.))
نوموړى وايي، کولى شي چې حصارک او شېرازدو ولسوالۍ ته هم توکي ولېږدوي او هلته پرته له کومې ويرې د نوم ليکنې د بهير مرکزونه فعاله کړي.
د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رييس ضياء الحق امرخېل پرون پژواک ته ويلي و ، چې امنيتي ارګانونو تر دې دمه د رايې ورکولو د ٢٥٩ مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ نه دى ورکړى.
ياده دې وي، چې د نوم ليکنې د بهير لومړى پړاو ، چې يواځې د ولاياتو په مرکزونو کې پيل شوى و، د زمري په ٥مه يې دويم پړاو، چې په ولسواليو کې د مرکزونو فعالول دي، پيل شوى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن