جلال اباد(پژواک ١٠ زمرى ٩٢): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بېګا د شپې لس بجې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يو شمېر وسله والو مخالفينو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د پوليسو د مرستې لپاره افغان ځانګړي ځواکونه ورغلل او د هوايي بريد پر مهال يې په تېروتنې څلور پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د عبدالزي په خبره، افغان ځانګړو هوايي ځواکونو ته غلط معلومات ورکړل شوي وو، چې له امله يې يادو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.
دى وايي، چې په نښته کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو د شمېرې په اړه يې کره معلومات نشته.
بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د نښتې له سيمې څلور مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک خبري اژانس ته پېښه تاييد کړه، خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د سيمې اوسېدونکى ډاکټر امين وايي، چې د تېرې شپې له لسو تر يوې بجې د بټي کوټ په للمې سيمه کې نښته روانه وه او د هوايي ځواکونو له لوري بمبار هم شوى دى.
ده وويل: ((سيمه اوس ټوله کلابنده ده، هېڅوک هلته نه پرېږدي.))
نوموړى وايي، چې دوه عام وګړي هم په نښته او بمبار کې ټپيان شوي دي.