Language

 جلال اباد(پژواک ١٠ زمرى ٩٢): په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي، چې په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد پر مهال پنځه  افغان پوليس وژل شوي دي.

 په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په دې اړه يې له افغان حکومت سره په ګډه څېړنې پيل کړې  دي.

 خو ايساف دا ونه ويل ، چې دا بمبار ددوى له لوري شوى او که د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا ترسره شوى دى.

 تر دې مخکې د ننګرهار ځايي چارواکو ويلي وو، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا د شپې لس بجې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يو شمېر وسله والو مخالفينو د پوليسو پر پوستې بريد وکړ، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

 هغه زياته کړه، چې د پوليسو د مرستې لپاره افغان ځانګړي ځواکونه ورغلل او د هوايي بريد پر مهال يې په تېروتنې څلور پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

 د عبدالزي په خبره، افغان ځانګړو هوايي ځواکونو ته غلط معلومات ورکړل شوي وو، چې له امله يې يادو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

 دى وايي، چې په نښته کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ، خو د شمېرې په اړه يې کره معلومات نشته.

 خو په ياد بريد کې ټپي شوى د پوليسو قوماندان فرهاد وايي، چې پر دوى هوايي بريد ناټو ځواکونو کړى دى.

 هغه چې د ننګرهار په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې و، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په بټي کوټ کې د شهرا د ځنګل پوستې پر پوليسو تېره شپه امريکايي ځواکونو هوايي بريد کړى دى.

 قوماندان فرهاد وويل ، چې تېره شپه د بټي کوټ په ځنګل سيمه کې د دوى پوستې ته د ليزر ګروپونه واچول شول او کله چې دوى پر مقابل لوري بريد وکړ، سم د واره پرې هوايي ځواکونو بريدونه پيل کړل.

 دى وايي: (( هر وخت کې پر موږ وسله والو بريدونه کول، تېره شپه چې هغوى پر موږ ليزرې ووهلې او موږ ځوابيه ډزو ته ځان جوړ کړ، هغوى بمبار وکړ.))

 نوموړى وايي ، چې دوى ته دا نه وه معلومه چې دا امريکايي ځواکونه وو.

 قوماندان فرهاد وايي: (( په توره شپه چې موږ نه يو خبر د طالب او د امريکايي ځواکونو څه پته لګي.))

د ده په وينا، چې بهرنيو ځواکونو يې پر پوستې هوايي بمبار کړى او پوسته يې له خاورو سره خاورې کړې ، چې دى او يو بل سرتيرى يې ټپيان او څلور نور پوليس وژل شوي دي.

 بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون يوه ډاکټر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د نښتې له سيمې څلور مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

 د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک خبري اژانس ته پېښه تاييد کړه، خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

 د سيمې اوسېدونکى ډاکټر امين وايي، چې د تېرې شپې له لسو تر يوې بجې د بټي کوټ په للمې سيمه کې نښته روانه وه او د هوايي ځواکونو له لوري بمبار هم شوى دى.

 ده وويل: ((سيمه اوس ټوله کلابنده ده، هېڅوک هلته نه پرېږدي.))

نوموړى وايي، چې دوه عام وګړي هم په نښته او بمبار کې ټپيان شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.