Language

دشیرزادو په جګړه کې ۱۰۷ کسان وژل شوي

جلال اباد(پژواک١١زمرى٩٢): د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې ١٠٧ تنه پوليس،وسلوال او عام وګړي  وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ دماسپښين په دوه بجو دشېرزادو مرکي خيلو په ساحه کې ديوځايي قومي مشر ملک حاجي وردګ پر کور سلګونه کورنيو او بهرنيو وسله والو مخالفينو چې اکثريت يې وزيرستاني وو ، وسله وال بريد وکړ او کور يې محاصره کړ .

دى وايي چې دشېرزادو ولسوالۍ څخه ملي اردو او ملي پوليسو ځواکونه سيمې ته ورسيدل  ، په سيمه کې يې د نښتې پرمهال د محاصره شوي ملک ټوله کورنۍ  وژغورله او د امنيتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته رامنځته شوه.

ده زياته کړه: ((د ملک وردګ د کورنۍ د خلاصون په ترڅ کې يې ديولوى وسله وال قوماندان په ګډون ١٦ تنه کورني او وزيرستاني  وسله وال مخالفين ووژل شول ))

د والي د وياند په  خبره چې  ځواکونه بېرته شېرزادو ولسوالۍ ته دراګرځيدو پرمهال له دوو کمينونو سره مخ شول  او دسلګونه  کورنيو او بهرنيو وسله والو مخالفينو سره ، چې اکثريت يې وزيرستاني وو ، نښته  پيل کړه.

ده وويل چې د رامنځته شوو نښتو په پايله کې يې ٧٦ تنه وسلوال مخالفين وژل شوي او  لسګونه  وسلوالو مخالفين په کې زخميان شوي دي.

نوموړى وايي: (( دوه تنه وسلوال مخالفين له وسلو سره يوځاى په نښته کې ژوندي نيول شو دي))

د عبدالزي په وینا، اوس په سيمه کې نښته پاى ته رسيدلې ده او په نښته کې يو شمير رينجر موټر هم ويجاړ شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نښته کې د ١٧ رينجر موټر ويجاړ شوي او لس ملي او سيمه ييز پوليس د وسلوالو له لورې ژوندي نيول شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په يادو نښتو کې د خوګياڼو ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال او همداراز د سيمه ييزو پوليسو مرستيال وژل شوي دي.

بلخوا د مرکي خيلو د منه خيلو د کلي  مشر حاجي وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې ورځې راهيسې بهرنيو او کورنيو وسلوالو مخالفينو د دوى کلى محاصره کړى و، چې د نوموړي د يوه زوى سربيره په کې دوه وسلوال قوماندانان ووژل شول.

دى وايي: (( داسې مالومات تر لاسه شوي چې په نښته کې ٨ عام وګړي هم  وژل شوي دي))

نوموړي وويل چې وروسته يې امنيتي ځواکونه حمايي ته ورغلل چې محاصره ماته شوه او د امنيتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې ١٢ وسلوال چې بهرني هم په کې شامل وو وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دى زياتوي: ((بيا جګړه لږه غلې شوه او وروسته يو ځل بيا يې کلى محاصره کړ، چې اوس کلى له محاصرې خلاص دى مګر جګړه لا هم دوام لري))

حاجي وردګ وايي چې په وروستۍ جګړه کې له څلوېښتو زيات وسلوال وژل شوي او خوا اوشا ٦٠ ټپيان شوي دي ، نوموړى وايي چې لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده او په جګړې کې د نورو ځواکونو تر څنګ سيمه ييزو پوليسو هم برخه اخيستې ده.

بلخوا د شېرازادو ولسوال انجينر شکرالله پژواک ته له مالوماتو ورکولو ډډه وکړه او زياته يې کړه چې ټپيان او وژل شوي امنيتي ځواکونه او وسلوال ټول د خوګيآنو ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي.

هغه وويل: (( تاسو کولى شئ د خوګياڼو له ولسوال مالومات تر لاسه کړئ))

 

طالبانو ویلي چې د شیرزادو په عملیاتو کې ۸۴ تنه کورني او بهرني وژل شوي ، ۸۹تنه ټپيان ، ۱۶رينجر یې ترلاسه کړي او ۱۳ ټانکونه او رينجر یې له منځه وړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په يادو عملیاتو کې پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هڅه مو وکړه چې د يادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه د خوګياڼو ولسوال حاجي عبدالوهاب نظر راواخلو خو پژواک پرې ونه توانيد.

د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې د جګړې له سيمې دوى ته د امنيتي ځواکونو ٩ جسدونه ور وړل شوي دي او شپږ نور پوليس ورته په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

ده وويل: (( مخکې هم ځينې عام وګړي چې برسيرن ټپيان وو راوړل شوي او بيرته وړل شوي دي))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.