جلال اباد (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې د جلال اباد ښار په چاودنه کې د څارنوالۍ د رييس په ګډون ١٦ تنه ټپيان شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د زمري په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه سهار اته بجې د قبايلو رياست ته نږدې د څارنوالۍ د رييس عبدالقيوم پر موټر شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې په دې پېښه کې په خپله څارنوال قيوم، د هغه درې ساتونکي او ١٢ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د جلال اباد د روغتون يوه ډاکټر، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته ١٦ ټپيان، چې يوه مېرمن هم په کې شامله ده، ور وړل شوي دي.
د روغتون ياد ډاکټر د يوه ټپي حالت د اندېښنې وړ وښود.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د جلال اباد په ښار کې يوه ځانمرګي بريد ٣٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړله.
د نن سهار د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP