Language

د غزني له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس له وسله وال بريده روغ ووت

غزني ښار (پژواک ۱۴ زمری ۹۲): د غزني ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس له وسله وال بريده روغ وتلى، خو موټر چلوونکى يې وژل شوى دى.

د دغه ولايت مرستيال والي محمدعلي احمدي د زمري په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، له طبيعي پېښو سره د مبارزې د رييس حفيظ الله ګلستاني پر موټر دغه بريد نن سهار اته بجې، چې کله دفتر پر لاره و، د اميرمحمد خان کلا په سيمه کې شوى دى.

هغه زياتوي، چې له دغه بريد څخه په خپله ګلستانى روغ وتلى خو موټر چلوونکى يې وژل شوى دى.

د احمدي په خبره، چې ګلستانى د پېښې له ځايه په تېښته بريالى شوى او موټر يې وسله والو له ځان سره بيولى دى.

د يو بل خبر له مخې، چې د غزني د مرکز اړوند په ارزو په کلي د يوه وسله وال بريد په پايله کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې پرون مازديګر يو مړى او درې ټپيان روغتو ته ور وړل شوي دي.

د پېښې يو عيني شاهد غلام فريد وايي، چې وسله ولو پر يوه ټونس موټر ډزې وکړې، يو تن يې وواژه او درې نور يې ټپيان کړل.

دى وايي، د پېښې په علت نه پوهېږي، چې ولې وسله والو پر ملکي موټر ډزې وکړې.

طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويل.

Related Topics