کابل-جلال اباد (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په کابل کې د کاردان خصوصي پوهنتون درې پاکستاني استادان په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي.
د کاردان پوهنتون د پروګرامونو د څانګې مسوول سردار ولي عمرخېل د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون د کابل– تورخم پر لويه لاره د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د شاهد خان، عمر خيام او امجدعلي په نومونو د دغه پوهنتون درې پاکستاني استادان د اختر د رخصتيو لپاره پېښور ته روان وو، چې په ياده سيمه کې د ترافيکي پېښې ښکار او درې واړه مړه شول.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام ته نږدې رامنځته شوې وه.
د نوموړي په وينا، له کابل څخه د تورخم په لوري روان يو کرولا موټر له مخامخ لوى باربري موټر سره جنګېدلى چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
دى وايي، چې په وژل شوو کې درې تنه پاکستانيان شامل دي.
شېرزاد وويل، د دوى مړي د غني خېلو روغتون ته وړل شوي وو او نن يې کورنيو ته وسپارل .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP