Language

ننګرهار کې د جريحه وسايلو خرڅلاو خلک اندېښمن کړي

جلال اباد (پژواک١٩زمرى ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې هغه منع ګرځول شوي جريحه توکي (چاقوګان، برچې، بوکسپنجې او نور) په ښکاره ډول د واټونو پر سر پلورل کېږي چې له امله يې جرمونه زيات شوي دي.

يو شمېر ښاريان بيا په ښار کې د يادو جريحه وسايلو په ښکاره توګه له خرڅلاوه سر ټکوي او زياتوي چې ځوانان له دغو کوچنيو وسلو د جګړو پر مهال ناوړه ګټه پورته کوي چې له امله يې ډېرى مهال مرګ ژوبله هم اوړي.

 د جلال اباد ښار د دريمې ناحيې يوه اوسېدونکي محمد ياسين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښار کې چاقوګان، برچې او يو شمېر نور توکي په ښکاره ډول پلورل کېږي چې ګڼې ستونزې يې رامنځته کړې دي.

نوموړى وايي، چې امنيتي ادارې بايد په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي تر څو ځوانان يې له شره خلاص شي.

 ده زياته کړه: ((اکثره په ښوونځيو کې يو شمېر زده کوونکي برچې او بوکسپنجې وړي چې د جګړې پر وخت پرې نور وهي او داسې هم شوي چې بل زده کوونکى ترې وژل شوى دى.))

 دى وايي، كه چېرې د دا ډول توکو مخه ونه نيول شي نو په پوهنتونو، ښوونځيو او نورو ښوونيزو ادارو كې به له دا ډول ضرر رسوونكو برچو او بوكسپنجو څخه ګن ستونزې رامنځته او په پايله كې به ګڼ تنکي ځوانانو ته ګواښونه متوجه وي.

 د ننګرهار د عالي لېسې زده کوونکى محمد رضا وايي، چې د ښار پر سړکونو په ښکاره ډول په ټوکريو کې برچې او نور توکي پلورل کېږي، خو دولت يې مخه نه نيسي.

 د نوموړي په وينا، دا جنګي وسايل دي او خرڅول يې په ښار کې غير قانوني دي او په کار ده چې امنيتي ادارې او پوليس يې مخه ونيسي.

 ده زياته کړه: ((د ننګرهار د لېسې مثال درکوم، څه موده وړاندې دوو هلکانو جنګونه وکړل او يو يې په برچه وواهه.))

 دى وايي، چې په يو شمېر ښوونځيو کې له ځوانانو سره برچې او بوکسپنجې موجودې وي دا چې ښوونکي او نور مسوول کسان يې په ښوونځي کې مخه نيسي ښه به دا وي چې په ښار کې يې پر خرڅلاو بنديز ولګول شي.

 رضا وايي، د پوهنې رياست او پوهنتون مسوولين هم بايد زده كوونكو او محصلينو ته اجازه ورنه كړي چې برچي اوچاقوګان له ځان سره ښوونځي او يا يې هم پوهنتون دننه يوسي.

 د مدني ټولنې فعال شمس الدين هم په ښار كې د خرڅېدونكو برچو او چاقوګانو په اړه اندېښمن دى او خپل د سترګو ليدلى حال وايي، چې د ښار په منځ کې دوو کسانو يوبل په يوې نښته کې پر چاقو ګانو ووهل، يوه يې خپل ژوند ځاى پر ځاى له لاسه ورکړ.

 نوموړى پر اړونده ادارو غږ کوي چې د دا ډول غير قانوني توکو د خرڅلاو په مخنيوي کې جدي اقدامات وکړي او چا دا ډول توکي پلوري بايد د قانون منګلو ته وسپارل شي.

 د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې په تېر کال کې دوى ته لسګونه داسې ټپيان ور وړل شوي چې په نښتو کې په برچو او چاقو ګانو وهل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه: ((هره ورځ موږ ته د برچو او چاقو ګانو ټپيان راوړل کېږي.))

 دى وايي، چې په برچو او چاقو ګانو وهل شوي ټپيان ډېرى ځوانان دي چې د ښوونځيو د زده کوونکو شمېر په کې زيات دى.

 بلخوا د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې په ښار کې د برچو، چاقو ګانو او بوکسپنجو پلور غير قانوني دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې دا ډول غير قانوني جنګي وسايل وپلوري.

دى وايي: ((که چېرې امنيه قوماندانۍ ته داسې څوک په ګوتو ورشي چې دا ډول توکي پلوري قانوني چلند به ورسره وکړي.))

دا په داسې حال کې چې د جلال اباد په هر سړک او واټ کې د سړک پر غاړه ياد توکي په ازاد ډول پلورل کېږي.

خو مشرقيوال وايي، چې پخوا يې هم په دې برخه کې په ښار کې يو کمپاين وکړ او له ټولو د غير قانوني جنګي وسايلو له پلورونکو سره يې قانوني چلند کړى و.

ده زياته کړه: ((موږ دا ډول کسان نيولي هم دي او بيا هم موږ دا خپل مسئوليت ګڼو.))

 نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي چې خپل تنکي بچي دې له بوکسپنجې او چاقو ګانو څخه وساتي، ځکه چې دا ډول جنګي وسايل د تنکيو ځوانانو د مرګ لامل ګرځي.

ښکاره توګه خرڅېږي.

 ياده دې وي، په جلال اباد ښار کې په لسګونه ځله د ځوانانو په نښتو کې له برچو او نورو توکو څخه استفاده شوې چې لسګونو ځوانانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.