جلال اباد (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): په ننګرهار کې د کليوالي صنايعو ملي برنامه په داسې حال کې پيل شوه، چې په دغه ولايت کې د کليوالي صنعت د پراختيا ازمايښتي اوه شوراګانې جوړې او د کليو د پراختيا وزارت له لوري ورسره مرسته وشوه.
د کليو پراختيا وزارت معين محمد طارق عصمتي نن (د زمري ٢٣مه) په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ملي پروګرام له مخې دوى په ننګرهار کې اوه شورا ګانې جوړې کړې، چې له لارې به يې د ولسوالۍ اوسېدونکو ته قرضې ورکول کېږي.
دى وايي، دغه برنامه چې د نړيوال بانک له لوري ورته ٦٠ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي شوي، د افغانستان په اوو ولايتونو کې پلي کېږي.
هغه زياته کړه، چې دا پروژه د پنځو کلونو لپاره ده او تر اوسه يې ګڼې چارې بشپړې شوې دي.
عصمتي وويل، چې نن يې د ننګرهار په اوو شوراګانو لس لس زره امريکايي ډالر ووېشل او دوى به يې خلکو ته د کوچنيو قرضو په ډول ورکوي، تر څو کليوالي صنعت پياوړى شي.
د نوموړي په وينا، دغه پيسې به هغوى ته په قسط وار ډول ورکول کېږي ، تر څو سمه ګټه ترې پورته کړي او په اقتصادي چارو کې يې ولګوي.
د کليو د پراختيا وزارت په چوکاټ کې د کليوالي صنعت د پراختيا ادارې مسوول رحمت الله قريشي پژواک اژانس ته وويل، چې له پيله دوى د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د بې روزګاره خلکو ګروپونه جوړ کړي وو، چې يادو ګروپونو په خپل منځ کې پيسې ټولې کړې وې.
هغه زياته کړه، چې دوى پرې يو وړوکى کاروبار جوړ کړى و، چې پايلې يې ډېرې مثبتې وې.
د نوموړي په وينا، د ګروپونو لومړنۍ چارې ډېرې مثبتې وې ، چې له امله يې دوى اوس ورته شوراګانې جوړې کړې او هرې شورا ته لس زره ډالر ورکوي، تر څو په خپله کار وکړي، وزګارو کسانو ته قرضې ورکړي او ورته د کاروبار زمينه برابره کړي.
د سره رود ولسوالۍ د کليوالي شورا غړي حاجي نقيب پژواک ته وويل، چې دوى په لومړي سر کې خپلې شخصي پيسې سره راټولې کړې وې، چې يو کوچنى کاروبار يې پرې پيل کړى و او اوس ورته د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري مرسته ورکړل شوه.
ده وايي: ((که چېرې دغه مرستې راسره وشي موږ سر له اوله ورته تصميم نيولى او يو ښه کار به پرې پيلوو.))
نوموړى وايي، چې د دوى د کاروبار د ګټې لږه اندازه به يادې شورا ته هم ورکوي تر څو د دوى کارونه دوام ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP