Language

غزني کې څلور پوليس او درې وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک ۲۷ زمری ۹۲): د غزني په زنخان او جغتو ولسواليو کې په نښتو اوچاودنه کې څلور پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي سکرټر نبي جان پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د جغتو ولسوالۍ د قياق په سيمه کې د پوليسو پر موټر چاودنې دوه پوليس ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.

 نبي جان زياتوي، پوليس په سيمه کې پر ګزمه بوخت و، چې رينجر موټر يې پر خښ شوي ماين وربرابر شو.

خو د سيمې يو اوسېدونکى علي محمد وايي، چې د پوليسو پر موټر د ماين چاودنې دوه ملکي وګړي هم وژلي او يو بل ټپي دى.

د يو بل خبر له مخې، تېر مازديګر او بيا د شپې په زنخان ولسوالۍ کې د نښتو په ترڅ کې دوه پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د زنخان ولسوال احمدضيا يعقوبي پژواک ته وويل، پوليسو پرون مازديګر ولسوالۍ ته اکمالات رسول، چې د ګوډلو په کلي کې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.

 ولسوال وايي، له څلور ساعته نښتې وروسته دوه پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېرې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

خو د والي سکرتر نبي جان وايي، په ياده سيمه کې د پوليسو او ملې اردو له لوري عمليات شوي او په ترڅ کې يې د وسله والو د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.

جغتو د غزني ښار لوېديځ ته په ٢٠ او زنخان يې ختيځ ته په ٢٤ کيلومترۍ کې پرتې سيمې دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics