Language

نورستان کې تبک ناروغۍ لسګونه څاروي مړه کړي

جلال اباد (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د نورستان په مرکز سربېره په واما او يو شمېر نورو سيمو کې پر څارويو يو ډول ناروغي لګېدلې، چې له امله يې لسګونه څاروي مړه شوي دي.

د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الرحمان مذهبيار د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې د نورستان د مرکز پارون سربېره  په واما او يو شمېر نورو سيمو کې په څارويو کې د تبک په نوم ناروغي لګېدلې او تر اوسه يې له ٦٠ زيات غټ څاروي له منځه وړي دي.

نوموړى وايي، چې مالدار له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ياد ولايت کې د يادې ناروغۍ درمل نه پيدا کېږي.

هغه زياته کړه، چې کېداى شي دغه ناروغي سلګونه نور څاروي هم له منځه يوسي.

د ولايتي شورا رييس پر مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې د نورستان له مالدارو سره دې مرسته وکړي، ګنې په راتلونکي کې به هغوى له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

نوموړى وايي، له يوې خوا نورستانيان وروستيو سېلابونو ځپلي او له بلې خوا يې پر څارويو د تبک ناروغي لګېدلې ده.

هغه وويل: ((دلته په نورستان کې درمل هم نشته، څاروي لرونکي مرستې ته اړتيا لري.))

د پارون اوسېدونکي اغا مير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر څارويو يې د تبک مرض له څو اونيو راهيسې لګېدلى او ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دى.

نوموړى وايي، چې اوس په هر کور کې دوه او يا هم له دې زيات څاروي په تبک مرض اخته دي.

دى وايي: ((زموږ خو ټول ژوند د همدې څارويو پورې تړلى، همدا ساتو مګر اوس دا له منځه ځي موږ ته ستر تاوان دى.))

د اغا مير په وينا، چې د تبک ناروغي له يوه څاروي بل ته په ډېرې چابکۍ سره سرايت کوي او که چېرې وقايوي درمل نورو څارويو ته ورکړل شي، نو بيا ترې ژغورل کېږي.

د کانتيوا اوسېدونکي ژى جوت پژواک ته وويل، چې د دوى په سيمه کې د غواګانو تر څنګ يو شمېر پسونه او وزې هم د تبک ناروغۍ نيولې دي.

نوموړى وايي، تر دې مهاله د دوى په سيمه کې نهه څاروي له منځه تللي او دوه نور يې مخکې له دې چې ومري حلال کړي دي.

دى هم له دولت او نورو مرستندويه موسسو د درملو غوښتنه کوي او وايي، که چېرې د دوى څاروي له منځه ولاړ شي نو راتلونکى ژمى به له ډېرې سختې قحطۍ سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((زموږ کاروبار يواځې څاروي ساتل دي او که چېرې دا هم له منځه لاړ شي نو زموږ اقتصاد به بېخي ختم شي.))

حيواني ډاکټر سعيد پژواک ته وويل، تبک ناروغي يوه داسې لېږدېدونکې ناروغي ده چې له ناروغ څاروي بل ته انتقالېداى شي.

ده وويل، چې دغه ناروغي که چېرې ډېر پرمختګ وکړي نو ښايي څاروي له منځه يوسي.

سعيد زياتوي: ((د څارويو په پښو کې يو ډول چينجي کېږي، همداراز له خوراکه لوېږي او له خولې يې اوبه ځي.))

نوموړى وايي، چې په دا ډول مرض کې بايد د څاروي زياته ساتنه وشي تر څو له ضايع کېدو وژغورل شي.

ډاکټر سعيد په نورستان کې د تبک د ناروغۍ خپرېدل خطرناک وبلل او ويې ويل، که چېرې د ناروغو څارويو درملنه ونه شي نو لرې نه ده چې ګڼ شمېر څاروي به له منځه ولاړ شي.

د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند وايي، چې دوى ته له تېرو دوو ورځو خبر ورکړل شوى چې د نورستان په مرکز او يو شمېر نورو سيمو کې څاروي د تبک پر ناروغۍ اخته شوي دي.

د بهاند په خبره، چې تر دې مهاله تر ٨٠ زيات څاروي د دې ناروغۍ له امله له منځه تللي او ناروغي لا هم موجوده ده.

ده وويل: ((په دې اړه موږ اوس هلې ځلې کوو تر څو درمل ورته ور ورسو او پاتې څاروي له ضايع کېدو وژغورو.))

نوموړى وايي، چې د نورستان والي اړوند ادارو ته جدي لارښوونه کړې تر څو په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.