Language

په غزني کې د ١٨ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

غزني (پژواک ۲۷ زمری ۹۲): چارواکي وايي، د غزني په زنخان او ده يک ولسواليو کې د عملياتو په ترڅ کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي سکرتر نبي جان پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه ملي اردو او پوليسو د زنخان ولسوالۍ په ګوډلو او يو شمېر نورو سيمو کې عمليات ترسره کړل.

د نبي جان په وينا، د عملياتو په ترڅ کې افغان ځواکونو يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.

دغه راز نوموړى زياتوي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوسته په بريد کې تر يو ساعته جګړې وروسته درې بريد کوونکي ووژل شول، چې مړي يې لا هم په سيمه کې پاتې دي.

د ده په وينا، په دې نښته کې له وسله والو يو موټر سايکل او يوه اندازه وسله او مهمات هم پاتې شوي دي.

طالب وياند د ده يک په پېښه کې د دوو سيمه ييزو پوليسو د وژل کېدو او دوو تنو د ټپي کېدو د ادعا تر څنګ د يو طالب د ملګري د وژل کېدو خبره منلې، خو د زنخان په اړه يې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار په جغتو ولسوالۍ کې د واټ د غاړې ماين چاودنې دوه پوليس ووژل او دوه يې ټپيان کړل.

Related Topics