کابل (پژواک ٢٧ زمرى ٩٢): د کابل ـ کندهار پر لويه لاره دامنيت د پياوړتيا په موخه د څلورو ولايتونو د واليانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ په ميدان ښار کې غونډه وشوه.
د ميدان وردګو ولايت د رسينو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي ،چې په غونډه کې د ميدان وردګو،کندهار،زابل او غزني د واليانو ترڅنګ د يادو ولايتونو امنيه قوماندانانو،د ملي امنيت رييسانو ، ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو او نورو مسوولينو په کې برخه لرله .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي وويل،د کابل ـ کندهار لارې باندې د نا امنۍ اصلي لامل دغه لارې ته د امنيتي ادارو نه پاملرنه ده .
ده زياته کړه،له تېرو څلورو مياشتو راهيسې يې دفاع وزارت ته يو شمير ضروري وړاندېزونه کړي وو، خو تر اوسه په عملي توګه کوم کار نه دى شوى.
د خوګياڼي په وينا،چې د کورنيو چارو له وزارت سره يې هم ستونزه شريکه کړې ، چې د عامه ساتنې ځواکونه پياوړي کړي ، تر څو د امنيتي کاروانونو او اکمالاتي کتارونو سمه ساتنه وکړي.
د ده په خبره،چې پر دې لاره په لوى لاس له اکمالاتي موټرو تېل ايستل کيږي،په مصنوعي ډول د تېلو ټانکرونو ته اور اچول کيږي،په لوى لاس نا امني جوړوي او پيسې يې د څو کسانو جيب ته ځي.
د غزني والي موسی خان اکبرزاده هم د دې لويې لارې د امنيت د ساتنې غوښتنه وکړه او زياته يې کړه،چې دفاع وزارت دې پر دې لاره خپل ځواکونه ځاى پر ځاى کړي.
اکبرزاده زياته کړه،چې پر دې لاره دې د ماين پاکولو يوه ځانګړې ډله کار پيل کړي،چې د خلکو ژوند خوندي شي.
کندهار والي توريالي ويسا،د غزني والي موسی خان اکبرزاده او د زابل والي اشرف ناصري په اړونده ولايتونو کې د شته ستونزو په اړه ځانګړې خبرې وکړې.
د ملي د فاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو ژمنه وکړه،چې د کابل – کندهار د لارې د ساتنې لپاره به جدي هڅې پيل کړي .
د غونډې ګډونوالو يو تړون هم لاسليک کړ،چې له مخې به يې شوې ژمنې عملي کيږي او په دې تړون به وروسته له ولسمشر او ملي امنيت شورا سره پرې ګډ بحث کيږي.