لښكرګاه (پژواك ۳۰ زمرى ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند د تريخ ناور په عملياتو کې ١١ وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال شاه محمود رسا د زمرى په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې د مارجې، نادعلي او ناوې ولسواليو په ګډه سيمه تريخ ناور کې پيل شوي وو.
نوموړي وايي، چې په عملياتو کې يو پوليس وژل شوى او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان ټپي دى.
دغه راز د هلمند ولايت د دفتر رييس محمدلعل احمدي بيا وايي، چې په دغو عملياتو کې يو پوليس او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او شپږ پوليس ټپيان دي.
ده زياته كړه، چې د عملياتو پر مهال د دولت دوه وسله وال مخالفين د ښځو په جامو كې ژوندي نيول شوي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د مارجې او نادعلي تر څنګ په ګرشك، موسى كلا، سنګين او نوزاد ولسواليو كې دولتي او بهرنيو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.