هلمند (پژواك ۳۰ زمرى ۹۲): د هلمند په هغو ولسواليو کې به په امتيازي ډول ګڼ شمېر پروژې پيل شي، چې تېر كال په كې كوكنار نه وو كرل شوي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم په لښكرګاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې، چې د يو شمېر دولتي ادارو مسوولينو هم برخه په كې اخيسته وه وويل، دغه امتياز د نادعلي، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشك ولسواليو كروندګرو ته وركول كېږي.
نوموړي زياته كړه، په يادو ولسواليو كې به د درې ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د اوبو لګونې، كرنې، روغتيا او پوهنې په برخو كې پروژې پلې کړي.
د والي په وينا، دغه پروژې به د هرې سيمې د خلکو اړتيا ته په پام سره ترسره شي.
نوموړي وويل، په يادو ولسواليو كې يې ځكه دا امتيازي پروژې پلېږي ، چې خلکو يې خپله ژمنه پوره کړې ده.
والي وويل، په هغو ولسواليو كې چې له دې وروسته هم د كوكنارو په كر كې كمښت راولي د ولايت اداره به د بېلابېلو پروژو لپاره امكانات ورته برابر كړي.
د ده په خبره، چې د كوكنارو ګټه يوازې قاچاق وړونكو ته رسېږي او تر څنګ يې له همدې لارې د دولت وسله والو مخالفين امكانات ترلاسه كوي، چې له امله يې په سيمه كې نا امنۍ زياتېږي او د پرمختګ مخه نيول كېږي.
نوموړي زياته كړه، چې په يادو ولسواليو كې له پلان سره سم د بيارغونې نورې پروژې هم لري، چې په عملي كولو سره به يې له يوې خوا بې روزګاره ځوانانو ته د كار زمينه برابره شي او له بل پلوه به د كوكنارو د کرلو مخه ونيول شي.
بلخوا د هلمند د مركزي ولسواليو اوسېدونكي هم په خپلو سيمو كې د كوكنارو د كمښت خبره كوي او وايي، چې په خپله ژمنه ولاړ دي ، خو له دولت څخه هم د مرستې غوښتنه کوي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكى حاجي بلال پژواك اژانس ته وويل، د ولسوالۍ په هغو برخو كې كوكنار نه دي كرل شوي، چې واك يې له دولت سره و.
نوموړى زياتوي، چې دولت كولى شي له خلکو سره په هره برخه کې مرسته وکړي، دا به هم د سيمې امنيت ښه کړي او هم به پراختيايي چارو ته لاره هواره شي.
د ګرشك ولسوالۍ يو اوسېدونكى عبيدالله وايي، چې پر خپلو ځمكو يې تېر كال هم كوكنارو نه دي كرلي او په راتلونكي كال كې هم پلان نه لري، خو زياته يې كړه چې د بيارغونې په برخه كې حق نه دى وركړل شوى.
نوموړى وايي، چې له تېرو څلورو كلونو دولت اعلانونه كوي، چې له لښكرګاه څخه به تر ګرشك پورې لويه لاره جوړيږي، خو تر دې مهاله يواځې د نادعلي تر چاه انجير پورې ۱۱ كيلومتره جوړه شوې او پاتې ۳۳ كيلومتره سړك يې خراب دى.
د هلمند چارواکي په داسې حال كې د كوكنارو د كمښت خبر وركوي، چې لا هم دغه ولايت د كوكنارو په کرنه كې لومړۍ ځاى لري.