غزني ښار (پژواک ۳۰ زمری ۹۲): چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو او نښتو په ترڅ کې يې په غزني او کندهار کې ١٧ وسله وال طالبان وژلي او ١٥ نور ټپيان دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د زمري په ٣٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په زنخان ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ جګړه شوې ده.
د ده په وينا، په دې جګړه کې ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي او تر څنګ يې درې پوليس هم وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، چې د وسله والو اوه مړي د نښتې په سيمه کې پاتې دي او يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
له بلې خوا د کندهار ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ميانشين او ميوند ولسواليو کې د اوو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، تېره شپه د ميانشين په زمتو سيمه کې درې وسله وال د امنيتي ځواکونو په کمين کې ووژل شول.
خبرپاڼه کاږي، چې د وژل شوو مړي په سيمه کې پاتې دي او وسلې يې امنيتي ځواکونو له ځانه سره وړې دي.
دغه راز خبرپاڼه کاږي،چې تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې څلور وسله وال د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، وسله والو غوښتل چاودېدونکي توکي په يوه موټر کې ښار ته ولېږدوي، چې د ميوند د دېکوبات په سيمه کې د لېږد پر مهال چاودېدلي او په موټر کې سپاره څلور وسله وال په کې وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د خپلې مرګ ژوبلې په اړه ياده ادعا ردوي او وايي ، چې يواځې دوه ملګري يې وژل شوي دي.
طالبانو په کندهار کې د وژل شوو وسله والو په اړه څه نه دي ويلي.