مزارشريف (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): په بلخ کې امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د ولسي پوليسو د مرکزي دفتر د پرانيستې خبر ورکړ.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري، نن رسنيو ته وويل چې د دغه ولايت د امنيه قوماندنۍ په چوکاټ کې د ولسي پوليسو دفتر پرانيستل شو.
نوموړي زياته کړه، دغه پوليس له سيمه ييزو پوليسو سره توپير لري او د ولس او ملي پوليسو تر منځ د باور د رامنځته کولو دنده لري.
د هغه په وينا، دغه پوليس به ملکي جامې اغوندي او د ښوونځيو، جوماتونو، تکيه خانو او نورو سيمه ييزو ټولنځايونو کې فعاليت کوي او جنايي جرمونه کشفوي.
امنيتي چارواکو د دغو پوليسو پر تشکيل او د فعاليت پر ځايونو خبرې ونه کړې.
په افغانستان کې د اي يو پول EU Pol مرستيال پيتر دلمن Peter Delman وويل: ((پوليس د تاوتريخوالي په وړاندې جګړه کوي او دا هغه وخت امکان لري، چې پوليس دقيق معلومات ولري.))
د نوموړي په وينا، دغه کره معلومات به ملي پوليسو ته ولسي پوليس برابروي.
ولسي پوليس د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې مرکزي دفترونه پرانيستې، چې ډېر ژر به ولسواليو ته هم وغځېږي.