Language

په لښکرګاه کې ځانمرګي برید پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله

لښکرګاه ( پژواک ۳۰ زمری ۹۲ ) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګي برید پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر پاسوال جمعه ګل همت د زمري په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید نن ماخوستن په ۸:۴۰ بجو رامنځته شوه.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو دلومړي کنډک د قوماندان ستار نورزي کور مخې ته چاودنه کړې ده.

همت وایي چې په دې چاودنه کې د نورزي زوی وژل شوی دی او څلور نور پولیس ټپیان دي.

په لښګرګاه کې د ایمرجنسي روغتون سرچینې وایي چې دوی ته یو جسد او څلور ټپیان راوړل شوي دي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.