Language

د هلمند پنځو ولسواليو کې ايمرجنسي روغتونونه فعال شوي

لښکرګاه (پژواک ٣١ زمرى ٩٢): د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې  د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې  يې د ايمرجنسي روغتونونو څانګې پرانيستې او خلکو ته وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي.

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکتر عنايت الله غفاري پژواک اژانس ته وويل، چې دغه روغتيايي مرکزونه د اېټالويانو له خوا د کړې ژمنې له مخې په سنګين، موسى کلا، ګرشک، مارجې او ګرمسېر ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د ده په وينا، چې له دې وروسته به په يادو سيمو کې د بېړنيو پېښو د ټپيانودرملنه به په خپلو سيمو کې کېږي.

غفاري وايي، هڅه کوي چې په ولسواليو کې د مرکز په څېر روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي څو په  راتلونکي کې د خلکو ستونزې راکمې شي.

هغه زياتوي، په مرکز او ولسواليو کې ٧١ روغتيايي مرکزونه شته او په پام کې ده، چې روغتيايي خدمات عصري کړي او د خلکو شکايتونه او ستونزې راکمې شي.

د عامې روغتيا رييس وايي، چې د وزارت  له پلان  سره سم هڅه کوي، لومړى د مور او ماشوم د مړينې کچه  راټيټه کړي، خلکو او په لرې پرتو سيموکې ميندو ته عامه پوهاوى ورکړي.

د نوموړي په خبره، چې په لښکرګاه کې د بست روغتون خدمات عصري او معياري شوي او د هلمند د خلکو تر څنګ د ځينو ګاونډيو ولايتونو ناروغان هم د درملنې لپاره ورځي.

د ده په وينا، د دغه روغتون په  سمبالېدو سره ډېرى ناروغان، چې پخوابه کابل او يا هم ګاونډيو هېوادونو ته د درملنې لپاره تلل راګرځېدلي او دلته  يې سمه درملنه شوې ده.

په بست روغتون کې د ناروغانو پايوازان هم د دغه روغتون  له خدماتو خوښ دي خو وايي، چې دوى په ولسواليو کې اوسېږي هر وخت نه  شي کولى خپل ناروغان لښکرګاه ته ورسوي.

د حاجي سيدمحمد په نوم يو تن له کجکي څخه خپل ناروغ لښکرګاه ته راوړى و، هغه وايي، چې  په سيمه کې يې روغتيايي مرکز شته، خو ډاکتران يې مسلکې نه دي، درمل هم نه لري، چې له امله يې دوى اړ کېږي لښکرګاه او نورو سيمو  ته ناروغان يوسي.

ده غوښتنه وکړه، چې په کجکي کې دې د روغتيايي برخې پياوړتيا ته  پاملرنه وشي تر څو يې ستونزې په خپله سيمه کې هوارې شي.

Related Topics