Language

هلمند کې څلور وسله وال نيول شوي

کابل (پژواک ٥ وږى ٩٢): د ملي امنيت عمومي رياست په هملند ولايت کې د څلورو وسله ول مخالفينو او يوه موټرسايکل بم د نيولو خبر ورکړ.

د ملي امنيت له خوا نن (د وږي ٥مه) پژواک خبري اژانس ته په يوې رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ياد څلور تنه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د اوپراتيفي ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

سرچينې د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ليکلي، چې يادو څلورو تنو په ورانکاره کړنو کې لاس درلود او د طالبانو ډلې ته په جلب او جزب بوخت وو، چې له ٧ ميله کلاشينکوفونو، يو ميل پپشې، ١٠ ماينونو او ځينو نورو مهماتو سره نيول شوي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت موظفينو له چاودېدونکو توکو ډک يو موټرسايکل ، چې په لښکرګاه کې د يوې لېسې مخې ته درول شوى و، کشف او شنډ کړى دى.

  خبرپاڼې زياته کړې، چې يادې پېښې تر نورو څېړونواو پلټنو لاندې دي.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.