پل علم-لښکرګاه-کابل (پژواک ٦ وږى ٩٢): چارواکي وايي، چې د ځينو امنيتي پېښو په ترڅ کې ١٦ وسله وال وژل شوي، ٧ نور ټپيان دي او يو ژوندى نيول شوى دى.
دغه پېښې تېره ورځ ناوخته په لوګر، ميدان وردګو، هلمند او پکتيا ولايتونو کې رامنځته شوې دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د وږي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١٢ بجې د افغان ځواکونو هوايي بريد په داسې حال کې څلور ماين خښوونکي ووژل، چې د محمد اغې اړوند د پل کندهاري په سيمه کې يې د کابل-ګردېز پر لويه لار ماين ځاى پر ځاى کاوه.
دغه راز د لوګر پوليسو نن سهار د پل علم په بازار کې په چادرۍ او د ښځو په جامو کې يو تن نيولى دى.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد وايي، چې نيول شوى کس د پل علم د پادخاب اوسېدونکى دى.
د ده خبره، دغه کس غوښتل په پل علم کې ترهګريز بريد ترسره کړي او وايي چې په دې اړه ورڅخه پوښتنې روانې دي.
همدارنګه د دفاع وزارت د رسنيو دفتر په خپله خپره کړې يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ملي اردو ځواکونو په ميدان وردګو او پکتيا ولايتونو کې شپږ وسله وال وژلي او اوه نور يې ټپيان کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په ميدان وردګو کې د زمري په نوم د عملياتو پر مهال درې وسله وال وژلي او اوه نور ټپيان دي، دغه راز په پکتيا کې هم درې وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه کاږي، چې ياد عمليات د ميدان ښار اړوند د فيضو په سيمه او د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې ترسره شول، چې په ترڅ کې يې يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند چارواکي وايي، چې د سنګين په ولسوالۍ کې يې د کمين په ترڅ کې شپږ وسله وال وژلي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك پژواك اژانس ته وويل، تېره شپه دوه بجې د وسله والو يوې شپږ كسيزې ډلې غوښتل، له موسى كلا څخه سنګين ته ولاړ شي، چې په لاره كې ووژل شول.
نوموړى وايي، دوى د هلمند پر سيند په كشتۍ كې سنګين ته اوښتل، چې د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا له وړاندې ورته كمين نيول شوى وو.
د ده په خبره، د قوماندان ملا ضياوالحق جسد له يوه كلاشينكوف سره افغان ځواكونو ته په لاس ورغلى او پاتې نور وسله وال د هلمند سيند په اوبو کې ډوب شوي دي.
طالبانو تر دې مهاله د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن