اسعداباد (پژواک ٦ وږى ٩٢): د نورستان او کونړ ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې شپږ پوليس وژل شوي دي.
د نورستان د والي وياند عبدالظاهر بهاند د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ولايت له مرکز پارون څخه څلور ملي پوليس په شخصي جامو کې خپلې سيمې برګمټال ولسوالۍ ته روان وو، چې په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول.
هغه زياته کړه، چې له تېرې ورځې راهيسې په برګمټال ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې چې اوس هم روانه ده.
بهاند وايي، چې په دې جګړه کې تر اوسه يو سرحدي پوليس وژل شوى او ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د برګمټال په جګړه کې څلور امنيتي پوستې له منځه تللې او ٢٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په مروره ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال يو سيمه ييز پوليس او دوه وسله وال وژل شوي دي.