لښکرګاه (پژواک،٦وږى٩٢): د هلمند چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې په يوه ځانمرګې بريد کې د ملي اردو اووه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي د دفتر رييس محمد لعل احمدي د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د يو دېرش غربى سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې د موټر په واسطه ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان ارکان حرب سيد ملوک، پژواک سره په خبرو کې ياد بريد تاييد کړ.
نوموړي د بريد په اړه د جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.
د احمدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې د ملي اردو پر پوستې له ځانمرګي بريد څخه وروسته ډزې هم وشوې.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او په دې بريد کې د دېرشو عسکرو د وژلو ادعا کوي.