غزني (پژواک ۷ وږی ۹۲): چارواکي وايي، چې د غزني پر پي ار ټي په پروني ډله ييز ځانمرګي بريد کې ۲۲ وسله وال طالبان، درې پوليس او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د وږي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت د ولايتي بيارغونې پر ډلې ( پي ار ټي ) په پروني ډله ييز بريد او نښته کې ۲۲ بريد کوونکي وژل شوي او ۵۲ ملکي وګړي ټپيان دي.
د امنيه قوماندان په وينا، چې په بريد کې وسله والو د ملي اردو د سرتېرو له جامو ګټه اخيستې ده او يواځې اوه بريدګر پي ار ټي ته دننه شوي وو.
زړور زاهد زياتوي، چې په دې پېښه کې د توحيداباد سيمې ډېر کورونه زيانمن شوي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم زياته شي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده بيا وايي، په ياد بريد کې ۵۲ تنه ټپيان دي، چې پنځه پوليس او نور ټول ملکي وګړي دي.
دغه راز والي وايي، چې يو بهرنی سرتېری هم ټپی دى، خو د پولنډ دفاع وزارت بيا د خپلو لسو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کړې او په بګرام کې د ايساف مرکزي قومانداني وايي، چې يو سرتېرى يې وژل شوى هم دى.
والي زياته کړه، چې د توحيد اباد په سيمه کې د وسله والو له لوري د نجونو يو ښوونځی په بشپړه ډول ويجاړ او يو شمېر کورونه هم زيانمن شوي دي.
اکبرزاده وويل، چې له يادو زيانمنو کورنيو سره به مرسته وکړي.
دغه راز په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال حيدر نيکپی وايي، چې د دوی ځواکونو پرون په ډېره چټکۍ عمل وکړ، په چاودېدونکو توکو بار پنځه موټر يې ونيول.
نوموړى زياتوي، وسله والو له درېيو لورو په پي ار ټي بريد وکړ او جګړې تر دوو ساعتونو دوام درلود.
په غزني کې د سيمه ييزو پوليسو د تشکيلاتو رييس او د سولې شورا غړی خليل هوتک وايي، چې پر پي ار ټي باندې په بريد کې سلګونو وسله والو برخه لرله.
نوموړي زياته کړه، کشفي ارګانونو په دې اړه راپور هم ترلاسه کړى و، چې وسله والو په خوګياڼو ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو بار څو موټر تيار کړي، دغه راز زياتوي چې د مرکز اړوند قلاتي، زرګر، اسفندې او توحيدا اباد په کليو کې سلګونه وسله وال راټول شوي وو.
هغه وايي، چې دغه بريد لومړى د توحيد اباد له لوري په پي ار ټي ترسره شو.
د توحيداباد يوه اوسېدونکي محمدرسول پژواک ته وويل، پرون مازديګر څلورنيمې بجې څو وسله وال کور ته ور دننه شول او د دوى د کور له بامه يې پر پي ار ټي ډزې پيل کړې.
نوموړى وايي، چې طالبانو د ملي اردو د سرتېرو جامې اغوستې وې، دوى فکر وکړ چې د ملي اردو ځواکونه به د کوم امنيتي پلان په موخه سيمې ته ورغلي وي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د غزني پر پي ار ټي بريد د ١٣ ځانمرګو بريدګرو له خوا ترسره شوى او په اته ساعته جګړه کې يې بهرنيو او افغان ځواکونو ته د سر او مال دروند زيان اړولى دى.
مجاهد وايي، چې لومړى يې له چاودېدونکو توکو بار دوه لارۍ موټر د پي ار ټي له دېوالونو سره وجنګول او له هغه وروسته يې جګړه پيل کړه.